ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان ملت ګوند د ټاکنو او بهرنيانو د وتلو له ګډې نېټې سره مخالفت وښود

افغان ملت ګوند د ټاکنو او بهرنيانو د وتلو له ګډې نېټې سره مخالفت وښود

author avatar
4 Oct 2012 - 14:19
افغان ملت ګوند د ټاکنو او بهرنيانو د وتلو له ګډې نېټې سره مخالفت وښود
author avatar
4 Oct 2012 - 14:19

کابل ښار (پژواک ١٣ تله ٩١): د افغان ملت ګوند وايي، چې په ٢٠١٤ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې او د بهرنيو ځواکونو وتل ښه مهالوېش نه دى او دې سره يې مخالفت څرګند کړ.

افغان ملت ګوند نن (د تلې ١٣ مه) د کابل د  لويې جرګې په خېمه کې خپله شپږمه کنګره وکړه او د انوارلحق احدي پر ځاى يې ستانه ګل شېرزاد نوى مشر وټاکه.

د افغان ملت ګوند پخواني مشر او د سوداګرۍ وزير ډاکټر انوارلحق احدي په دغه غونډه کې وويل، چې د ولسمشرۍ ټاکنې او د بهرنيو ځواکونو يو ځاى وتل به يو لړ ستونزې رامنځ ته کړي.

نوموړي د دې ستونزو د هواري او د شفافو ټاکنو ترسره کولو په موخه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په سيستم او د دغه کمېسيون په يو شمېر پوستونو کې د بدلونونو راوستلو غوښتنه وکړه.

احدي دغه راز زياته کړه، چې له تېرو  ١٧ کلونو راهيسې يې د افغان ملت ګوند مشري پر غاړه درلوده او تېره ورځ يې د رڼو ټاکنو له لوري د کنګرې غړو ستانه ګل شېرزاد غوره کړ، چې دى يې هم تاييدوي.

د ده په خبره، دوى په ملي کچه او په ګوند کې دننه پر ډيموکراتيکو ارزښتونو باور لري او دا د يوه سياسي کولتور په توګه د تل لپاره پر ځانونو عملي کوي.

هغه زياته کړه: ((د افغان ملت ګوند لومړى مشر غلام محمد فرهاد و، چې له هغه وروسته محمدامين واکمن وټاکل شو او ورپسې زه شوم او اوس يې مبارکي ستانه ګل شېرزاد ته ورکوم.))

د احدي په خبره، د ګوند مشري سياسي جرئت، اخلاق، پوهې، پاکۍ او ريښتينولۍ ته اړتيا لري او په اوس وخت کې په افغانستان کې له ګوندونو څخه دوکانونه جوړ شوي، چې بايد د افغان ملت نوى مشرتابه دې ته ډېر متوجې وي او د توطيو ښکار نه شي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې له دې وروسته به هم د افغان ملت له نوي مشر سره پوره همکاري کوي.

د افغان ملت ګوند نوي مشر ستانه ګل شېرزاد په غونډه کې وويل، چې د ګوند له ټولو موخو به په هر ځاى او هر وخت کې ننګه کوي.

نوموړي له انوارلحق احدي هم مننه وکړه، چې په سوله ييز ډول يې د ګوند د مشرتابه د ټاکنو لپاره زمينه برابره کړه.

د هغه په وينا، دوى د خپل ګوند په چوکاټ کې ٤٥ کاله مبارزه کړې او څلور ځلې د دغه ګوند منشي پاتې شوى دى.

شېرزاد زياته کړه: ((د کومې ترهګرۍ پر وړاندې، چې اوس ٤٧ هېوادونو مبارزه پيل کړې، دا موږ د هجرت په وخت کې پيل کړې، چې د پېښور سړکونه د دې مبارزو شاهدان دي.))

نوموړي پر تشکيلاتو او ډسپلين ټينګار کاوه او زياتوله يې، چې دا د يو ګوند د پرمختګ او ودې لپاره ډېره اړينه ده.

د يادونې ده، چې د افغان ملت ګوند په ١٣٤٣ لمريز کال کې د محمدظاهر شاه په وخت کې د ډيموکراسۍ په لسيزه کې د انجينر غلام محمد فرهاد په مشرۍ تاسيس شو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.