کابل (پژواک ١٦ تله ٩١): د ميدان وردګو د سيداباد ولسوال وايي، چې د دې ولسوالۍ په اونخي دره کې د وسلوالو طالبانو عمومي قوماندان له يوه ملګري سره ووژل شو.
د سيداباد ولسوال ډاکټر مسلم نن (د تلې ١٦مه) پژواک اژانس ته وويل، چې ايساف ځواکونو نن سهار ٩بجې په اونخي دره کې د ملا عزت په نوم د وسلوالو طالبانو عمومي قوماندان وواژه .
د ده په خبره، چې ملا عزت د اونخي د بادام کلي اوسېدونکى و او نن سهار د منصور په نوم له يوه بل ملګري سره په موټرسايکل سپور و، چې د ايساف د هوايي ځواک تر تعقيب لاندې راغى.
د نوموړي په وينا، چې ايساف ځواکونو دغه قوماندان د لتوخېلو په سيمه هغه مهال تر هوايي بريد لاندې ونيو، چې له موټرسايکل څخه ښکته شوى و او غوښتل يې چې خوندي سيمې ته په باغونو کې ځان وباسي.
د ولسوال د معلومات له مخې، چې په دې سيمه کې ملاعزت له منصور سره يو ځاى ووژل شو او نږدې تر غرمې مهاله يې مړي په سيمه کې پراته وو.
د نوموړي په خبره، چې دغه قوماندان د خلکو په تښتولو، د ماينونو په خښولو او د نا امنيو په نورو پېښو کې مهم رول درلود او دا سيمه يې ډېره نا امنه کړې وه.
د سيد اباد ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي سيد حبيب وايي، چې ملا عزت د وسلوالو طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کانونو او صنايعو په وزارت کې د اداري رييس په توګه دنده ترسره کړې وه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ملا عزت په دې وروستيو کې د کويټې د شورا له خوا سيد اباد ولسوالۍ ته د نظامي قوماندان په توګه لېږل شوى و.
که څه هم چې تر اوسه ايساف ځواکونو او وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو وسلوال طالبان وايي، چې د دغه ولايت په چک ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو (افغان او ايساف) پر ګزمه بريد کړى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهدوايي، چې په دغه بريد کې پنځو بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز د دوى دوه طالب ملګري هم وژل شوي دي.
د يادونې ده چې تېره ورځ په چک ولسوالۍ کې د يوه سرګروپ په ګډون درې طالبان وژل شوي وو او نن سهار بيا د دې ولسوالۍ په زرني سيمه کې څلور ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن