ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ویسټ انډیز د کرکټ دشل اووریز نړیوال جام اتل شو

7 Oct 2012 - 21:44
7 Oct 2012 - 21:44

کابل ( پژواک ۱۶ تله  ۹۱ ) د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډله په پای لوبه کې کوربه سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره د شل اووریز نړیول جام سیالیو اتلولي خپله کړه.

د نړۍ د ۱۲ پیاوړي هیوادونو په ګډون د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام سیالۍ تیره میاشت په سریلانکا کې پیل شوې وې، چې نن د ویسټ انډیز په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

ددې سیالیو د پای لوبې پچه ویسټ انډیز وګټله او لومړی یې پخپله دلوبې کولو پریکړه وکړه، د ویسټ انډ‌یز پیاوړی لوبغاړی کریس ګیل یواځې په دریو منډو وسوځید چې ورسره د ویسټ انډیز نور لوبغاړي تر سخت فشار لاندې راغلل. او په لومړیو لسو اورونو کې یې یواځې ۴۵ منډې جوړې کړې.

د لوبې په وروستیو شیبو کې د ویسټ بل پیاوړي لوبغاړي مارلیون سمیولز ډیره ښه لوبه وکړه او د څلورو شپږیزو سره یې ۷۸ منډې جوړې کړې او د ویسټ منډې یې یې په ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۷ منډې جوړې کړې او سریلانکا ته یې د ۱۳۸ منډو هدف کیښود.

د سریلانکا لوبډله د یاد هدف ترلاسه کولو لپاره په احتیاط لوبه پیل کړه، خو ژر ژر یې خپل لوبغاړي له لاسه ورکړل او د یاد شوي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې رغلل.

د سریلانکا ټوله لوبډله په نولسم اوور کې په ۱۰۱ منډو وسوځیده او دغه راز ویسټ انډیز دا لوبه بلکې نړیوال جام یې وګټلو.

د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان رییس احمدزی د ویسټ انډیز د لوبډلې ستاینه کوي او وایي چې دوی وکولی شول د خپل کم هدف څخه هم په بریالیتوب سره دفاع وکړه.

هغه پژواک اژانس ته وویل چې ویسټ انډیز دومره لوی هدف نه و ورکړی، خو د سریلانکا لوبغاړو بې مسوولیته لوبه وکړه او اتلولي یې له لاسه ورکړه.

دیادونې وړ ده، چې  د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هم په دې سیالیو کې برخه اخیستې وه، خو له هندوستان او انګلستان یې خپلې لوبې بایللې وې.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version