ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت څلور وسلوال مخالفين ووژل شول

9 Oct 2012 - 10:50
9 Oct 2012 - 10:50

جلال اباد (پژواک ١٨ تله ٩١): د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې څلور وسلوال مخالفين وژل شوي او د ماين چاودنې څلور ملکي وګړي ټپيان کړي دي.

د بټي کوټ ولسوال مرزا حميدالله د تلې په ١٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه يوه بجه ګډو ځواکونو د بټي کوټ په انبارخانې سيمه کې ځمکني او هوايي عمليات کړي چې په پايله کې يې څلور وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى هم د يادو عملياتو پخلى کوي خو د هوايي ځواک په اړه بې خبري ښيي.

نوموړى وايي، چې نن سهار اوه بجې د تورخم-جلال اباد پر لويه لاره د سې پاى په سيمه کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه: ((د وسلوالو مخالفينو له لوري په يو پُلچک کې ماين ځاى پر ځاى شوى و، چې د عامو وګړو پر سراچه موټر چاودېدلى دى.))

د عبدالزي په وينا، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د سيد رحمان په نوم يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، چې د پېښې په ځاى کې يې د يوه ماشوم په ګډون پنځه ټپيان ليدلي چې د دوو روغتيايي حالت يې ډېر نازک و.

د بټي کوټ د کلينيک امر ډاکټر عبدالفتاح صديقي وايي، چې د پېښې له ځايه دوى ته يو ټپي ور وړل شوى چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

دا چې د نورو ټپيانو روغتيايي حالت څنګه دى د ننګرهار د عامې روغتيا رييس بازمحمد شېرزاد يې په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version