کابل ( پژواک، ٢٠ تله ٩١ ) : ولسمشر حامد کرزى دپاکستان دسولې پر مبارزې ملاله يوسفزۍ بريد ته په اشارې سره وايي،دا هغو خلکو کړى، چې په افغانستان کې د پوهنې پر کارکوونکيو بريدونه کوي.
له ارګ څخه دتلې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې تېره شپه د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري سره د يوې ټېلېفوني اړيکې پر مهال کړې دي.
پاکستاني طالبانو دوه ورځې مخکې د خيبر پښتونخوا ايالت په سوات کې پر څوارلس کلنې ملالې يوسفزۍ، چې پخپله سيمه کې يې د پوهنې لپاره مبارزه کړې وه او دسولې جايزه يې ګټلې وه، ډزې کړي او هغه يې له دوو نورو نجونو سره ټپي کړې ده.
ملاله اوس د پېښور ښار په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې او ډاکټرانو يې تېره ورځ له سر څخه مرمۍ ويستلې او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ بلل شوى دى.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي ددې اړيکې پر مهال يو ځل بيا د ښځو د حقونو پر فعالې او د ترهګرۍ او سخت دريځۍ ضد مبارزې ملالې يوسفزۍ بريد، چې هغه پکې ټپي شوې، په کلکه وغانده.
ولسمشر زياته کړې ده ، چې دغه بريد د هغو ترهګريزو بريدونو لړۍ ده ، چې له کلونو راهيسې د افغانستان د پوهنې په ښوونکو او زده کوونکو باندې ترسره کېږي، ښوونکي او زده کوونکي يي وژلي او ښوونځي يې سوځول کېږي .
حامد کرزى وايي : (( دا دی اوس د ا ډول بريدونه په پاکستان کې هم پيل شوي او د زياتېدو په حال کې دي.))
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر ددې اړيکې پر مهال يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې افغانستان او پاکستان دواړه بايد د ترهګرۍ او سخت دريځۍ د دغه جدي ګواښ پر وړاندې سره لاس يو کړي او په صادقانه ډول يې پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي .
د هغه په وينا، د ترهګرۍ او افراطيت پر وړاندې بې تفاوته پاتې کيدل به د دواړو هېوادونو راتلونکې له نورو جدي ګواښونو سره مخامخ کړي.
حامدکرزي پر يوې معصومې نجلې بريد، چې د ماشومانو د حقونو، د سولې د ټينګښت او د پوهنې د ودې لپاره يې مبارزه کوله، يو ډارن او بزدلانه عمل وباله.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر يو ځل بيا خپل پاکستاني سيال اصف علي زرداري ته ډاډ ورکړ ، چې افغانستان په دې اړه له پاکستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
سرچينه کاږي چې زرداري د خپل افغان سيال حامدکرزي د ټېلېفوني اړيکې او د خواخوږۍ د مراتبو له وړاندې کولو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې دا يوه جدي اړتيا ده ،چې دواړه هېوادونه د دا ډول وحشي ترهګريزو بريدونو د مخنيوي لپاره په يو موټي توب سره عمل وکړي.
په کابل کې د پاکستان دسفارت لخوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اصف علي زرداري په اړيکه نيولو له ولسمشر حامد کرزي څخه مننه کړې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن