کابل ( پژواک ٢٧ تله ٩١): د ناټو عمومي سرمنشي اندرس فوغ راسموسن نن سهار په يوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلى دى.
په افغانستان کې د ناټو ملکي وياند ډامنيک ميډلي ددې مطلب په ډاګه کولو سره پژواک ته وويل، چې د راسموسن د سفر موخه د امنيتي موضوعاتو لکه د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه او د افغان ځواکونو روزل او تجهيز په اړه خبرې دي.
هغه زياته کړه ، چې ټاکل شوې ده د ناټو عمومي سرمنشي له حامد کرزي او د کابينې له يو شمېر غړيو سره خبرې وکړي.
د ناټو سرمنشي په داسې حال کې کابل ته راغلى دى، چې نږدې دوه اونۍ مخکې يې د ګارډين له برتانيوي ورځپاڼې سره په مرکه کې اندېښنه څرګنده کړې وه، چې دداخلي بريدونو په زياتېدو سره د ناټو د سرتېرو مورال ټيټ شوى او په دې کار سره ښايي ناټو ځواکونه له ټاکلي وخت نه مخکې له افغانستانه ووځي.
د ټاکل شوې مودې له مخې، بايد ناټو ځواکونه د ٢٠١٤ کال تر پايه له افغانستان څخه ووځي.
همدارنګه راسموسن يادونه وکړه، چې په ځينو داخلي بريدونو کې وسلوال طالبان لاس لري، څو د روانې جګړې د جاري ساتلو لپاره د خلکو او سياسي ګوندونو ملاتړ ترلاسه کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن