ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: افغانان د بهرنيو سرتېرو خونديتوب د افغانستان په سولې پورې مشروط بولي

کرزى: افغانان د بهرنيو سرتېرو خونديتوب د افغانستان په سولې پورې مشروط بولي

author avatar
19 Oct 2012 - 15:21
کرزى: افغانان د بهرنيو سرتېرو خونديتوب د افغانستان په سولې پورې مشروط بولي
author avatar
19 Oct 2012 - 15:21

کابل ښار (پژواک ٢٨ تله ٩١): ولسمشر کرزي د ناټو سازمان سره په ناسته کې ويلي، چې افغانان له ٢٠١٤ کال څخه وروسته د بهرنيو سرتېرو خونديتوب په افغانستان کې په سولې او ټيکاو پورې تړلى بولي.

له ارګ څخه د تلې په ٢٨ مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ ناوخته د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوګ راسموسن سره، د امنيتي مسووليتونو د لېږد، د افغان ځواکونو په سمبالښت او روزنه، له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو ماموريت د څرنګوالي، له ياد کال وروسته د بهرنيو ځواکونو خونديتوب او په لويديځو رسنيو کې د يو شمېر راپورونو د خپريدو په اړه بحث او خبرې وکړې.

 د سرچينې په وينا، ولسمشر له ٢٠١٤ کال څخه وروسته د بهرنيو ځواکونو د خونديتوب په اړه وويل، چې که جګړه او ناامني په افغانستان کې دوام ومومي، د افغانستان پولې خوندي نه وي او د بهرنيو ځواکونو د خونديتوب مسئله د ټولو موضوګانو په سر کې وي، افغانان به خپل حکومت ته اجازه ورنه کړي، ترڅو بهرني ځواکونه په هېواد کې خوندي ووسيږي.

 کرزي زياته کړه، چې افغانان د بهرنيو سرتېرو خونديتوب د خپل هېواد په سوله او ټيکاو پورې تړلى بولي، له هغې پرته، هغوى د ستراتيژيکو همکاريو غوښتونکي هم نه دي، له همدې امله افغانان له سولې پرته بله هېڅ ملي ګټه نه ويني.

 نوموړي وويل: ((زموږ خلک له دې سره چې غريب او فقير دي، خو له ټولو لومړى خپل ملي حاکميت ته درناوى او د هېواد او اولادونو لپاره امن غواړي، نو له ٢٠١٤ کال څخه وروسته د بهرنيو ځواکونو حقوقي شتون به د امنيت ټينګښت، ټيکاو او د افغانستان د پولو په ساتلو او بهرني تېري پورې تړلى وي.))

 د ناټو سازمان مشر ولسمشر کرزي ته د بحران د نړيوال ګروپ د راپور په اړه په ټينګار سره وويل، چې دغه راپور د افغانستان د وضعيت ريښتينى انځور نه وړاندې کوي.

نوموړي زياته کړه: ((د نړيوالې ټولنې او ناټو ژمنې او همکاري د افغانستان لپاره اوږدمهاله ده او د ناټو نوى ماموريت، چې له ٢٠١٤ کال څخه وروسته پيليږي، له افغان ځواکونو سره په روزنه، مشوره او مرسته باندې تمرکز کوي.))

 راسموسن وويل، چې افغان ځواکونه تراوسه ګڼې لاسته راوړنې لري او د کومو سيمو امنيت يې چې په خپله غاړه اخيستى، هلته د تاوتريخوالي کچه راټيټه شوې ده.

ويل کيږي، چې د شمالي اتلانتيک شورا لوړ پوړي پلاوي، چې د ناټو او ايساف د غړيو هېوادونو سفيرانو په کې ګډون کړى و، په بېلابېل ډول د ملي دفاع له وزير بسم الله محمدي او د ملي امنيت مشاور ډاکټر رنګين دادفر سپنتا سره په ليدنو کې يو ځل بيا د افغان ځواکونو په سمبالښت، تمويل او روزنه ټينګار وکړ.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.