کابل (پژواک ٣ لړم ٩١): د ولسمشر وياند وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ کرښې په اړه هر راز څرګندونې د افغانستان د خلکو پر پرېکړې او د حکومت پر دريځ هېڅ ډول اغېز نه شي لرلى.
د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې په دې وروستيو کې د ډيورنډ د کرښې په اړه د امريکاد متحده ايالتونو دوو مهمو ډيپلوماتانو يو ځل بيا د خپل هېواد دريځ بيان کړى دى.
په کابل کې د امريکا سفير جېمز کنينګم (James Cunningham) تېره ورځ په کندهار کې ويلي و، چې يواځې امريکا نه، بلکې يو شمېر نور هېوادونه هم ډيورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ د رسمي پولې په توګه پېژني.
دغه راز دوه ورځې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ايالتونو ځانګړي استازي مارک ګروسمن په کابل کې له يوه خصوصي ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي، چې واشنګټن د ډېورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله بولي.
فيضي وويل، چې هر هېواد د خپلو ګټو لپاره په بېلابېلو وختونو کې بېلابېلې څرګندونې کوي خو د ډيورنډ کرښې په اړه د امريکايي ډيپلوماتانو نظر به د افغانستان د خلکو پر پرېکړې او د حکومت پر دريځ هېڅ ډول اغېز ونه کړي.
هغه زياته کړه: ((ډيورنډ کرښه د افغانستان لپاره يوه تاريخي مسئله ده او په دې اړه حکومتونه پرېکړې نه شي کولاى؛ يواځې زموږ خلک تصميم نيولى شي.))
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم تېره ورځ په يوه خبرپاڼه کې د ډيورنډ کرښه افغانانو ته د تاريخي ارزښت وړ بللې او ويلي يې دي، چې د دې کرښې د مشروعيت په اړه هر ډول څرګندونې بېځايه دي.
همداراز د ملي شورا ځينو غړو هم پرون ويلي وو، چې د ډيورنډ د کرښې په اړه يواځې افغانان پرېکړه کولاى شي، د بل هر چا څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده.
د ډيورند تپل شوې کرښه په ١٨٩٣ زېږديز کال کې د افغانستان په زړه کې راکاږل شوه او برېتانويانو د هغه وخت د برتانوي هند او افغانستان تر منځ پوله وبلله، خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې.
په ١٩٤٧ زېږديز کال کې، چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې، کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.
دغه راز ايمل فيضي په نننۍ غونډه کې دا هم وويل، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به په ٢٠١٤کال کې پر خپل وخت ترسره شي.
هغه زياته کړه: ((ځيني اندېښنې موجودې دي، چې ټاکنې ښايي پر خپل وخت ترسره نه شي خو دا د افغان حکومت دنده ده، چې ټاکنې پر ټاکلي وخت ترسره کړي.))
فيضي وايي، چې له ځينو کسانو سره اندېښنې موجودې دي، چې حکومت ځکه د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو په کمېسيون کې د بهرنيو غړو له شتون سره مخالفت کوي، چې غواړي د ټاکنو په پروسه کې مداخله وکړي؛ خو داسې نه ده.
هغه زياته کړه: ((د شکايتونو اورېدو په کمېسيون کې د بهرنيو غړو شتون د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې دى او ملي حاکميت هم تر پوښتنې لاندې راولي.))
د ده په وينا، نړيوال کولاى شي، چې د افغانستان د ټاکنو پروسې د څارنې لپاره خپل څارونکي را واستوي خو د غړو په توګه يې افغان حکومت نه شي منلى.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د جوړښت ، دندو او واکونو د قانون طرحه، د تلې په درېيمه ولسي جرګې په ١٢٣ موافقو رايو تصويب کړه.
د دې مصوبې له مخې، د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو د خپلواک کمېسيون لپاره ٨ تنه د ځانګړي کمېسيون له خوا ولسمشر ته معرفي کېږي او ولسمشر له دې ډلې ٥ يې د دغه کمېسيون د غړو په توګه پر دندو ګوماري.
دغه راز د دې مصوبې له مخې، ملګري ملتونه کولاى شي، چې دوه تنه نور د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون د موقتي غړي په توګه دغه کمېسيون ته معرفي کړي.
پخوا د شکايتونو د اورېدو کمېسيون پنځه غړي درلودل، چې درې يې کورني او دوه بهرني وو.
د ولسمشر کرزي وياند هغه اندېښنې هم رد کړې، چې ګواکې په ٢٠١٤ کال کې د بهرنيو تر وتلو وروسته به په افغانستان کې يو ځل بيا کورنۍ جګړې پيل شي.
ټاکل شوې چې د ٢٠١٤ کال تر پايه بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او ټول امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته وسپاري، خو د ايساف نوى ماموريت، چې د افغان ځواکونو روزل او مشورې دې، پيليږي.
فيضي وايي، افغانستان ځکه له ياد شوي کال وروسته له ستونزو سره نه مخ کېږي، چې د خلکو د پوهې کچه لوړه شوې، افغان ځواکونه پياوړي شوي او نړيوالو هم په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د هر راز همکارۍ ژمنې کړې دي.
هغه زياته کړه: ((تکرار شوې سهوې به بيا نه تکراريږي.))
فيضي دا هم وويل، چې حکومت په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره پوره هلې ځلې کوي او ځيني نور هېوادونه هم په دې پروسه کې له افغانستان سره همکاري کوي.
خو هغه زياته کړه، که په دې برخه کې د پاکستان صادقانه همکاري نه وي؛ افغانستان سولې ته لاسرسې نه شي پيدا کولاى.
دى وايي، حکومت په وار وار هڅې وکړې، چې د وسلوالو مخالفينو له مشرانو سره مذاکرات وکړي خو د ځينو لورو له خوا هغوى يا ووژل شول او يا هم د مذاکراتو لړۍ سپوتاژ شوه.
فيضي دا هم وويل، چې حکومت په يوه داسې طرحه کار روان کړى، چې له مخې به يې افغان ملي ځواکونو ته د سر پناه ورکولو لارې چارې برابرې شي.
هغه زياته کړه، چې ياده طرحه جوړه شوې، د وزيرانو شورا ته هم وړاندې شوې، خو نهايي شوې نه ده او تر اوسه پورې په دې اړه څو ناستې هم شوې دي.
د ده په وينا، په دې اړه په وزيرانو شورا کې هم بحث شوى، چې په راتلونکي کې د دغه کار په عملي کېدو سره به د امنيتي ځواکونو د سرپناه ستونزه حل شي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن