ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نړۍ نوموتى کتاب (جګړه او سوله) په پښتو خپور شو

29 Oct 2012 - 15:15
29 Oct 2012 - 15:15

کابل (پژواک ٨ لړم ٩١): د جګړه او سوله په نوم نړيوال رومان د پښتو ژبې ليکوال دوکتور لطيف بهاند له خوا پښتو ژبې ته وژباړل شو.

دا رومان په نولسمه پېړۍ كې نامتو روسي ليكوال (ليف نيكولايوويچ تولستوى) ليكلى دى، چې د نړۍ د ادبياتو په تاريخ كې يو غوره رومان ګڼل شوى دى.

دوكتور لطيف بهاند دغه کتاب له روسي ژبې څخه پښتو ته راژباړلى، چې په ۲۶۷۴  مخونو كې په ښه كاغذ او ډبله پښتۍ په څلورو برخو كې د زرو ټوكو په شمېر چاپ شوى دى.

ياد رومان د ميدان وردګو ولايت د پخواني والي محمد حليم فدايي په مالي لګښت خپور شوى دى.

ټاكل شوې ده، چې په راتلونكو څو اونيو كې د دې رومان مخكتنه تر سره او مينه والو ته وړاندې شي.

د (سوله او جګړه) کتاب ليکوال ليف نيکولايوويچ تولستوي په ١٨٢٨ زيږديز کال د روسيې په پلازمېنه مسکو کې زېږېدلى او په ١٩١٠ زېږديز کال کې مړ شوى دى، چې له دغه کتاب پرته يې ٢٢ نور اثار هم ليکلي دي.

دوکتور لطيف بهاند پژواک اژانس ته وويل، چې دا اثر يواځې پر يوه ملت پورې اړه نه لري، نو ځکه ده وغوښتل، چې پښتانه يې هم په خپله ژبه ولولي.

د هغه په وينا، که دغه اثر کټ مټ د هغه د اصلي ژبې په شان نه وي، لږ تر لږه د هغه روح او معنا يې ترې راولېږدولې ده.

نوموړي زياته کړه: ((د دې اثر ژباړه مې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۹ کال کې پيل کړه، ما مخامخ ژباړه کوله ،هغه مې په کمپيوټر کې ليکله، د ۳۰۰ مخونو په شاوخوا کې وه، چې زما د کمپيوټر هارډ ډېسک مات شو او هر څه تالا والا شول، خو يو کال وروسته مې بيا پيل کړه.))

د بهاند په خبره، د کتاب موضوع  پر روسيې د ناپليون د يرغل د زمانې پېښې، د روسيې د څلورو  بډايو کورنيو د ژوند او د دغې جګړې پر وړاندې د روسي ملت  د درېدا انځورونه دي.

دى وايي، چې دا کتاب د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په ميليونونو وګړو لوستلی او دا دی څه کم  تر يوې نيمې پېړۍ وروسته هم خورا بې شمېره لوستونکي لري.

د يادونې وړ ده، چې د دغه کتاب روسى ليکوال په خپل وخت کې د روسيې د پوځ سرتېری و، چې د قفقاز او کريميا په جګړو کې يې خپله ګډون کړی و او د جګړو انځور يې په دغه رومان کې وړاندې کړى دى.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version