ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلاک : د امريکا نوى حکومت به د افغانستان په اړه تګلاره بدله نه کړي

2 Nov 2012 - 14:09
2 Nov 2012 - 14:09

کابل ( پژواک ١٢ لړم ٩١ ) : د امريکاد بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د راتلونکې اونۍ تر ولسمشريزو ټاکنو وروسته به دافغانستان په اړه ددوى په تګلاره کې کوم لوى بدلون رانشي.

دغه څرګندونې دسوېلي او منځني اسيا لپاره دامريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رابرټ بلاک کابل ته ديوه رسمي پر سفر مهال دلړم په ١١مه، پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه ، چې د امريکا تګلاره به د اوس په څېر همداسې پاتې وي، ځکه چې هېواد يې له افغانستان سره قوي ژمنې لري.

بلاک وايي : (( موږ د راتلونکې اونۍ له ولسمشريزو ټاکنو وروسته د رامنځته کېدونکي نوي حکومت له لوري د افغانستان په اړه په تګلاره کې د کوم لوى بدلون توقع نه لرو.))

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وويل ، چې لومړى بايد وکتل شي، چې کوم کانديد د دې ټولټاکنو ګټونکى کېږي، دواړه کانديدان ميټ رومني او ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د راتلونکي په اړه د خپل کلک ملاتړ څرګندونې کړې دي.

ټاکل شوې ده، چې په امريکا کې  د ولسمشرۍ ټولټاکنې د لړم په ١٦مه، دسه شنبې په ورځ ترسره شي  او سل ميليونه امريکايان به په دې ټاکنو کې خپلې رايې وکاروي.

رابرټ بلاک په دې مرکه کې زياته کړه، په ټاکنو کې چې هر يو کانديد ګټونکى شي، په افغانستان کې ديوه با ثباته او غني راتلونکي لپاره ژمن وي.

دغه امريکايي چارواکي د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه ، چې مهالوېش يې څو ورځې مخکې اعلان شو، وويل ، چې امريکا دافغانستان له حکومت سره ددې پروسې د برياليتوب لپاره له نږدې څخه کار کوي.

هغه زياته کړه : (( امريکا په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدو په  موخه  له افغانستان سره خپلو همکاريو ته ژمنه ده .))

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ګډې ټولټاکنې د١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي .

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version