ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: د افغان سولې په اړه تګلاره کې مو بدلون نه دى راغلى

امريکا: د افغان سولې په اړه تګلاره کې مو بدلون نه دى راغلى

author avatar
14 Nov 2018 - 11:04
امريکا: د افغان سولې په اړه تګلاره کې مو بدلون نه دى راغلى
author avatar
14 Nov 2018 - 11:04

 

واشنګټن (پژواک، ٢٣ لړم ٩٧): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې دوى د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې ملاتړ کوي او په دې تګلاره کې یې کوم بدلون نه دى راغلى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده هيتر نورټ په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي چې زلمى خليلزاد د افغان سولې لپاره سختې هلې ځلې کوي.

هغې زياته کړې، خليلزاد سيمې ته د سولې پر خپل دويم سفر بوخت دى او د هغه هڅې دا په ډاګه کوي چې امريکا په افغانستان کې د اوږودمهاله سولې لپاره ژمنه ده.

نوموړې هيله څرګنده کړې چې امريکا به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته د اسانتياوو په رامنځته کولو کې بريالۍ شي.

مېرمن نورټ ويلي، امريکا د افغان شخړې د نظامي هواري ملاتړې نه ده، زلمى خليلزاد د سولې او د شخړې د سياسي هواري لپاره سختې هلې ځلې پيل کړې دي.

دې زياته کړې: ((د دې هڅو په دوام کې خليلزاد په واشنګټن کې د اوسېدو پر ځاى په هوا کې په الوتکه کې ډېر ګرځي او بېلابېلو هېوادونو ته يې سفرونه کړي او دا لړۍ ادامه لري.))

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي، د سولې پروسه د افغان حکومت په مشرۍ او مالکيت ترسره کېږي او په دې برخه کې د امريکا دريځ کې کوم بدلون نه دى راغلى.

هغې د افغان سولې په اړه د روسيې د وروستيو هڅو هرکلى وکړ او ويې ويل چې دا د هغوى حق دى چې دا ډول هڅې وکړي.

د تېرې جمعې په ورځ په مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه شوې وه چې په کې د طالبانو او افغان سولې عالي شورا استازو په ګډون د ١٢ هېوادونو استازو برخه اخیستې وه.

هغې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو ځنډېدولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې دا په افغان حکومت پورې تړاو لري چې څه ډول پرېکړه کوي.

د مېرمن نورټ په وينا، امريکا نه یواځې د افغان ټاکنيزې پروسې ملاتړ کوي، په دغه بهير کې لاسوهنه هم نه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.