ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: پاکستان بايد د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي

امريکا: پاکستان بايد د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي

author avatar
18 Oct 2018 - 13:37
امريکا: پاکستان بايد د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي
author avatar
18 Oct 2018 - 13:37

کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٧): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، څو چې پاکستان د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله نه کړي، پر پاکستان به فشارونه واردېږي.

دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال هنري انشر پرون په واشنګټن کې د يوې غونډې پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوي حکومت له امريکا سره د ښو اړيکو لپاره ډېر چانسونه لري.

خو نوموړي په ډاګه کړې چې پاکستان بايد د افغانستان په اړه خپله پخوانۍ تګلاره بدله کړي.

انشر ويلي، که پاکستان له امريکا سره په همغږۍ نوې تګلاره جوړه کړي، نو پاکستان لپاره به ګټور ثابت شي.

خو هغه په ډاګه کړې، څو پورې چې پاکستان د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله نه کړي، پر پاکستان به فشارونه واردېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال دغه راز ويلي چې پاکستان ځيني مثبت اقدامات هم کړي، خو داسې پرېکنده اقدامات نه وو چې ترهګر دې د دغه هېواد خاوره د ځان په ګټه ونه کاروي.

هنري انشر وايي، د سولې د خبرو اترو مېز ته د طالبانو په راوستلو کې پاکستان رغنده رول لوبولى شي.

هغه ادعا وکړه چې د پاکستان د ناسمو تګلارو له له امله په ياده سيمه کې بې ثباتي رامنتځه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.