ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې د المان او افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک تاييد کړ

کابل(پژواک١٤لړم٩١): مشرانو جرګې له المان سره د افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو دوه اړخيز هوکړه ليک، تاييد کړ.

دغه هوکړه ليک ولسمشر حامد کرزي د روان کال په لومړيو کې المان ته په خپل سفر کې د المان له لومړۍ وزيرې انګېلا مرکل سره، لاسليک کړ او د تېرې تلې مياشتې په لسمه ولسي جرګې تصويب کړ.

دغه هوکړه ليک نن د مشرانو جرګې د نړيوالو چارو د کمېسيون له خوا د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شو، چې په پاى کې د مشرانو جرګې حاضرو غړيو د شنو کارتونو په پورته کولو سره تاييد کړ.

د مشرانو جرګې د نړيوالو چارو د کمېسيون غړې نجيبې حسيني وويل ، چې د ستراتيژيکو همکاريو د هوکړه ليک له مخې به المان  د لوړو زده کړو، روغتيا، قضايي سيستم د پرمختګ او هوايي چلند په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي.

  په هوکړه ليک کې راغلي، چې المان له افغانستان  سره د اقتصادي او طبيعي زېرمو اړوند چارو  کې خپلو مشورو ته دوام ورکوی .

د هوکړه ليک له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته هوکړه ليكونو پر بنسټ به دواړه لوري، د سوداګرۍاو پانګونې  د پياوړتيا  لپاره همكاريو ته دوام وركوي.

په دغه هوکړه ليک کې راغلي ، چې دواړه لوري به د فرهنګي اثارو له  ناقانونه سوداګرۍ سره د مبارزې په برخه كې خپلې همكارۍ پراخوي.

همداراز به ددې هوکړه ليک له مخې، المان له افغانستان سره په امنيتي برخه كې همكاري کوي او د افغان ځواکونو د روزنې ترڅنګ به د هغوى مالي او تخنيکي ملاتړ هم کوي.

په دې هوکړه ليک کې همداراز د د المان د بوندس وير (Bundeswehr) په تاسيساتو كې د افغانستان مسلح ځواکونو ته زده کړه هم شامله ده.

د هوکړه ليک له مخې به  المان د افغانستان د  هوايي چلند له سكتور سره مرستې کوي ، چې د هوايي پېښو د څېړلو د دفتر جوړول هم په کې شامل دي .

 ددې  هوکړه ليک له  مخې به افغانستان او المان د بين الحكومتي همكارۍ كاري ډله جوړوي، چې په سر  کې به يې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران وي.

هوکړه ليک د تنفيذ له نېټې څخه د پنځو كلونو لپاره مرعي الاجرا دى او  وروسته تر هغه به د پنځو نوروكلونو لپاره په خپل سر تمديد شي.

ددې هوکړه ليک د فسخ کولو لپاره بايد د هوکړه ليك له اړخونو څخه يو، له ديپلوماتيكو لارو بل اړخ ته د هغه د انقضا له نېټې يو كال د مخه  په ليكلې بڼه خبر ورکوي.

دغه هوکړه ليك د اړخونو د توافق په صورت كې هر وخت، د تعديل او تزييد وړ دى.

دغه راز دا  هوکړه ليک به د ملګرو ملتونو د منشور د ۱۰۲ مادې له مخې، ددې سازمان په دارالانشا كې  ثبت شي.

المان په افغانستان کې شاوخوا پنځه زره سرتېري لري، چې په شمالي ولايتونو کې مېشت دي او  تراوسه يې تر پنځوسو ډېر سرتېري وژل شوي دي.

دالمان او افغانستان ترمنځ ديپلوماتيکې اړيکې په ١٩٢١ ميلادي کال کې پيل شوې او په ١٩٢٦ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ تړون وشو.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version