ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان کومانډو ځواک په عصري ټکنالوجۍ سمبال شوى

کابل (پژواک ١٥ لړم ٩١): د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د راتلونکې کال تر پايه به د افغان کومانډو سرتېرو شمېر ١٢٠٠٠ ته لوړ او ډېر ژر به يې هوايي ځواک هم فعال شي.
د ملي دفاع وزارت د ځانګړو قطعاتو (کومانډو) قوماندان بريد جنرال سيد عبدالکريم نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې ځانګړي قطعات په ټولو هغو وسلو سمبال دي، چې بهرني ځواکونه يې د خاصو عملياتو د ترسره کولو لپاره کاروي.
ده وويل، چې افغان کومانډو ځواکونه د شپې د دوربينونو او د وسلو لايزرونو په لرلو سره تر ډېره بريده په عصري ټکنالوجۍ سمبال شوي او په نږدې راتلونکي کې به پرمختللي زغره وال ټانکونه هم ترلاسه کړي.
د سيد عبدالکريم د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ځانګړو قطعاتو د سرتېرو شمېر لس زره تنو ته رسيږي او د راتلونکي کال تر پايه به دغه شمېر ١٢٠٠٠ تنو ته لوړ شي.
ده وويل، چې په دغو قطعاتو کې د بېړني غبرګون قطعه جوړه شوې او د استخباراتي برخې لپاره يې هم کسان ګومارل شوي، چې دا مهال زده کړې ورکول کېږي.
دى وايي، چې د ملي دفاع وزارت چارواکي، د ځانګړو قطعاتو د هوايي ځواک د جوړولو پر سر له ايساف او ناټو چارواکو سره پر خبرو بوخت دي او په نږدې راتلونکي کې به يې هوايي ځواک هم فعال شي.
بريد جنرال سيدعبدالکريم وويل، چې لا هم افغان کومانډو ځواکونه د ځانګړو عملياتو پر مهال د ناټو-ايساف ځواکونو هوايي ملاتړ او د هغو څېړنو په برخه کې مرستې ته اړتيا لري، چې په پرمختللو تخنيکي وسايلو ترسره کېږي.
خو ده وويل، چې په خاصو عملياتو کې د هرو اتو يا نهو افغان کومانډو سرتېرو ترڅنګ يواځې يو يا دوه بهرني سرتېري ګډون کوي او د عملياتو نيمګړتياوې هم په ګوته کوي.
په نننۍ خبري ناسته کې د سيمه ييزو پوليسو مرستيال او سرپرست مشر روح الله غزنوي وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو شمېر څه باندې ١٧٠٠٠ رسېدلى او ډېر ژر به په ننګرهار، غزني او لغمان ولايتونو کې هم دغه پوليس ځاى پر ځاى شي.
ده وويل، چې د لغمان د عليشنګ، الينګار او بادپښ ولسواليو لپاره سيمه ييز پوليس پر درې اونيزو زده کړو بوخت دي.
د غزنوي د معلوماتو له مخې، په ٣١ ولايتونو کې د ١٣٨ ولسواليو لپاره د سيمه ييزو پوليسو تشکيل منظور شوى او اوسمهال په ٨٧ ولسواليو کې دغه پوليس عملاً پر دندو بوخت دي.
دى وايي، په کومو سيمو کې چې سيمه ييز پوليس پر دندو ګومارل شوي، امنيت ورسره ټينګ شوى دى.
دى وايي، چې دغو پوليسو ته کسان د سيمې د شوراګانو له خوا ورپېژندل کېږي، چې د ملي امنيت له خوا تر پوره څېړنو وروسته د يادې شورا په تضمين په خپلو سيمو کې پر دندو ګومارول کېږي.
غزنوي د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې دغه پوليس په ځينو سيمو کې د نا امنۍ لامل شوي دي، وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو په نوم په ځينو سيمو کې ناقانونه وسلوال نا امني رامنځته کوي.
د سيمه ييزو پوليسو د رامنځته کېدو وړانديز، په افغانستان کې د ناټو د پخواني قوماندان جنرال ډيويډ پيټريوس د پلان له مخې، په ٢٠١٠ ميلادي کال کې وشو.
سيمه ييز پوليس، چې په عامو خلکو کې د اربکيانو په نوم شهرت لري، په خپلو سيمو کې د امنيت د ټينګښت دنده لري او د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې تنظيم شوي دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version