ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کومانډو ځواکونه په پرمختللو چورلکو سمبالېږي

کومانډو ځواکونه په پرمختللو چورلکو سمبالېږي

author avatar
24 Mar 2012 - 17:32
کومانډو ځواکونه په پرمختللو چورلکو سمبالېږي
author avatar
24 Mar 2012 - 17:32

کابل ښار (پژواک ٥ ورى ٩١): د ملي اردو کومانډويي ځواکونه دمګړۍ په سپکو او درنو وسلو سمبال دي او په نږدې راتلونکي کې به په عملياتي او شب بينو چورلکو سمبال شي.

 د کومانډو لوا قوماندان بريد جنرال ارکانحرب سيد عبدالکريم، د ملي اردو د کومانډو د شاوخوا زرو منسوبينو د فارغېدو په مراسمو کې نن (د وري ٥مه) د ياد مطلب په څرګندولو سره، د دې سرتېرو فراغت د کومانډو ځواکونو د پرمختيا په لور ګام وباله.

 هغه وويل، فارغينو ټولې مسلکي زده کړې چې کومانډو ځواکونه ورته اړتيا لري، ترلاسه کړې دي.

 د کومانډو ځواکونو قوماندان زياته کړه، ټاکل شوې څو فارغ شوي کسان نهو لواګانو ته چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې فعاليت لري، واستول شي.

 سيد عبدالکريم زياته کړه: ((دمګړۍ د کومانډو ټول ځواکونه په سپکو او درندو، شب بينو او هغو وسايلو چې د سړک غاړې ماينونه شنډوي او داسې نورو سنبال دي او په نږدې راتلونکي کې به په شب بينو او عملياتي هليکوپترو سمبال شي.))

 د کومانډو ښوونځي قوماندان ډګروال عبدالمالک د کومانډو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې وويل، چې دې منسوبينو له کورنيو او بهرنيو روزونکو دوه نيمې مياشتنۍ زده کړې ترلاسه کړي او د کومانډو په ليکو کې شامل شول.

 هغه وويل چې په دې ځواکونو کې ٥٥ افسران، ٦٣بريدملان او ٨٦٣ سرتېرې چې د کومانډو د شپاړسم کنډک اړوند وو، د کابل په سوېل کې د کومانډو له ښوونځي څخه فارغ شول.

 د کومانډو ښوونځي قوماندان، فارغ شوي کسان د ملي ارود زړور منسوبين وبلل او زياته يې کړه: ((يواځينى ځواک چې په خراب وضعيت او لرې پرتو سيمو کې د افغانستان دښمنانو ته غاښ ماتونکى ځواب ورکوي، کومانډو دي.))

 د کومانډو ښوونځي قوماندان زياته کړه، چې کومانډو ځواکونه به په نږدې راتلونکي کې د کومانډو پر فرقې او ځانګړې قطعې بدل شي.

 همداراز د دفاع وزارت لوى درستيز سترجنرال شېرمحمد کريمي وويل، چې وسلې او تجهيزات د سرتېري مرستندوى دي، د وسلو او تجهيزاتو ساتنه او څارنه د ملي اردو د ځواکونو له بنسټيزو کارونو څخه ګڼل کېږي.

 هغه زياته کړه چې دولت او وسلوال ځواکونه، دمګړۍ د مسووليتونو د لېږد په درېيم پړاو کار کوي.

 د ملي دفاع وزارت لوى درستيز زياته کړه: ((له نړيوالې ټولنې څخه مو دا غوښتنه ده، چې افغانان په خپله امنيتي مسووليتونه په غاړه واخلي.))

 هغه زياته کړه، څو چې افغانان په خپله امنيت تامين نه کړي، هېڅوک او يا کوم ځواک  نه شي کولى د افغانستان امنيت ټينګ کړي.

 

د مسووليتونو د لېږد بهير د ١٣٩٠ کال د چنګاښ په مياشت کې پيل شوى او تراوسه د دوو پړاوونو په ترڅ کې د مختلفو ولايتونو امنيتي مسووليت له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته سپارل شوى دى.

ملي دفاع وزارت وايي، چې د امنيت د لېږد دويم پړاو کې به د ملي اردو او افغان امنيتي ځواکونو له کره ارزونې او څېړنې وروسته د انډول له مخې، په ځانګړو جغرافيايي سيمو کې د هېواد ٥٠ سلنه وګړي تر پوښښ لاندې راولي.

افغان امنيتي ځواکونو به د ټول هېواد امنيتي مسووليت تر ٢٠١٤ زېږديز کال پورې په غاړه واخلي.

د ملي دفاع وزارت لوى درستيز د کومانډو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه وغوښتل، څو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي او د افغانستان د سولې او ثبات د ټينګښت په لټه کې دې وي؛ خو هغه د کوم ځانګړي هېواد نوم وانه خيست.

 کريمي د کومانډو ځواکونو کړنې وستايلې او په نږدې راتلونکي کې په فرقه او ځانګړې قطعې باندې د کومانډو لوا د بدلېدو خبر يې ورکړ او ويې ويل، چې کومانډو ځواکونه د امنيتي مسووليتونو په لېږد او د ځانګړو عملياتو په ترسره کولو کې ځانګړى رول لوبوي.

 د کومانډو لوا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د دې کومانډويانو په فارغېدو سره د کومانډو لوا د منسوبينو شمېر ١٠٥٠٠ تنو ته ورسېد.

  دفاع وزارت وايي، چې دمګړۍ د ملي اردو شمېر ١٩٠زرو تنو ته رسېږي او اټکل کېږي، چې د روان زېږديز کال د اکتوبر تر مياشتې پورې به ١٩٥زرو تنو ته ورسېږي.

 د کومانډو لوا په ١٣٨٤کال کې د دفاع وزارت په اډانه کې يو ځل بيا رامنځ ته شوه او دا مهال د هېواد په ټولو ولايتونو کې په جلا او ګډه توګه عمليات ترسره کوي.

د يادولو وړ ده، چې د ملي اردو د کومانډو لوا قوماندانۍ د تېر کال په مرغومي مياشت کې ويلي و، چې د کومانډو ځواکونو په تېرو درېيو مياشتو کې ١٠٠٠ بېلابېل عمليات د هېواد په کچه ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې يې ٧٠ وسلوال مخالفين وژل شوي وو، ٤١ تنه نور نيول شوي او لس نور ټپيان وو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.