کابل ( پژواک ٢٤ لړم ٩١ ) : دامريکا ولسمشر بارک اوباما حامدکرزي سره په يوه ټېلېفوني اړيکه کې هغه ته د امريکا د رسمي سفر بلنه ورکړه.
له ارګ څخه دلړم په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، په دې اړيکه کې، چې تېره شپه نيول شوې، بارک اوباما له ولسمشر کرزي مننه وکړه، چې په دويم ځل ټاکل کېدو يې ورته د مبارکۍ پيغام لېږلى و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ددې اړيکې پرمهال ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا بارک اوباما ته ددويم ځل لپاره دامريکا د ولسمشر په ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او دهغه د لا برياليتوب هيله يې وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې اړيکې پر مهال اوباما ولسمشر کرزي ته د امريکا د رسمي سفر بلنه ورکړه، چې د حامد کرزي لخوا ومنل شوه.
د يادونې ده ، چې ولسمشر حامدکرزي د روان زېږديز کال د مى په مياشت کې په شيکاګو کنفرانس کې د ګډون په موخه امريکا ته سفر کړى و.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن