کلات ( پژواک ٢٥ لړم ٩١ ) : په زابل ولایت کې په لومړي ځل د ترنک په نوم یوې خپلواکې راډيو په خپرونو پيل وکړ .
د دغې راډیو د امتیاز څښتن او د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مشر ډاکتر زلمي زابلي د لړم پر ۲۵مه ، پژواک خبري اژانس ته وویل ، دغه راډیو، چې نن يې امتحاني خپرونې پيل کړې، د اېف اېم په څپو کې به نشرات ولري.
نوموړي زیاته کړه ، چې راډیو یې په خپل شخصي لګښت فعاله کړې او هڅه کوي ، چې په راتلونکي کې هم ورسره همکاري وکړي.
زابلى وايي : (( تراوسه پورې په زابل کې خپلواکه راډیو نه وه ، پداسي حال کې ، چې ډير ضرورت ورته و، د همدې تشې د ډکولو او د زابل د خلکو د ستونزو د هواري په موخه مو د ترنک راډیو تاسیس کړه او دا راډیو به په هیڅ سیاسي لوري پوړې تړلې نه وي.))
هغه د زابل له چارواکو او عامو اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د دغې راډیو د لا کامیابیو لپاره ورسره همکاري وکړي.
د زابل والي اشرف ناصري هم د دغې راډیو د پرانېستې په مراسمو کې د راډیو پرفعاله کېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د ده تر مشرتابه لاندې ټولې دولتي ادارې به ورسره مرسته کوي.
د ترنک راډیو مسوول مدیر بسم الله پښتون مل پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د ترنک راډیو نشرات د کلات ترڅنګ د زابل په نږدې ټولو ولسواليو کې د ایف ایم په ۸۷،۹ څپو اورېدل کیږي.
هغه زیاته کړه، چې په دې راډیو کې به دیني، سیاسي، ټولنیز ، معلوماتي او تفریحي پروګرامونه خپروي.
د ده په خبره، چې د ترنک راډیو نشرات د اوس لپاره ۴ ساعته دي او په نږدې راتلونکي کې دوى په پام کې لري، چې د نشراتو وخت یې ډیر کړي.
د یادولو ده ، چې ترنک راډیو په زابل کې لومړنۍ نادولتي راډیو ده، چې خپل نشرات پيلوي، له دې مخکې په شاه جوى ولسوالۍ کې د سورغر په نامه يوې راډيو خپرونې کولې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن