ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې نهاد راډیو او پیکان تلویزیون هم خپلې خپرونې ودرولې

بلخ کې نهاد راډیو او پیکان تلویزیون هم خپلې خپرونې ودرولې

author avatar
13 Jul 2023 - 22:23
بلخ کې نهاد راډیو او پیکان تلویزیون هم خپلې خپرونې ودرولې
author avatar
13 Jul 2023 - 22:23

[restrict paid=”true”]

مزارشریف (پژواک، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۲): بلخ کې د نهاد راډیو او پیکان تلویزیون مسوولین وایي چې دغه راډیو او تلویزیون د ځینو ستونزو له امله یې خپلې خپرونې ودرولې.

د نهاد راډیو مسوول سیدمحمد یزدان‌پرست وایي، چې دغه راډیو د برېښنا بیې د لوړوالي، د خپرونو ملي پالیسۍ نشتون، پر تولیدي خپرونو د لګیدلو محدودیتونو، اطلاعاتو ته نه لاسرسی او له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو نه پاملرنې له امله یې نن خپل نشرات ودرول.

هغه د چنګاښ په ۲۲مه، پژواک اژانس ته وویل، چې دغه راډیو له ۲۰۰۷ زېږدیز کال خپلې خپرونې په عادي توګه پیل کړې وې، چې نن یې د یادو ستونزو له امله خپلې خپرونې ودرولې.

په ورته وخت کې د پیکان تلویزیون مسوول فردین عبدي بیا وایي،  پیکان تلویزیون پنځه کاله وړاندې خپلې خپرونې پیل کړې وې، چې هېواد کې د سیاسي بدلون وروسته یې ژوندۍ خپرونې ودرولې،  خو په ټولنیزو رسنیو کې یې خپل فعالیت ته دوام ورکاوه.

عبدي وایي، چې په دغه موده کې د خبریالانو د دفاع او له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو ورسره هېځ ډول مرسته ونه کړه او د روان کال چنګاښ میاشتې پر ۱۰ مه یې خپل نشرات په ټولنیزو رسنیو کې هم ودرول.

د یزدان‌پرست او عبدي پر وینا په دواړو رسنیو کې ۱۸ نارینه او ۷ ښځینه کارکوونکي پر دندو بوخت و.

په همدې حال بلخ کې خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول عبدالطیف سهاک هم د نهاد راډیو پر بندیدو خواشیني ښیي.

سهاک وایي، د خبریالانو اوزګارتیا او د نهاد راډیو بندیدل د اندېښنې ځای دی خو د دغې راډیو د بندیدو لوی عامل د دغې راډیو د مسوولینو اقتصادي ستونزې ګڼي.

هغه زیاتوي، چې د یادې راډیو مسوولینو خپلې ستونزې دوی ته وړاندې کړې وې او یو له دغو ستونزو څخه یې د برېښنا د بیې لوړوالی و.

بلخوا د بلخ اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین هم د دغې راډیو بندیدل د دوی اقتصادي ستونزې ګڼي.

د بلخ اطلاعات او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر عطا محمد ساهو وایي، چې سرپرست حکومت د رسنیو ملاتړی دی خو د نهاد راډیو د خپرونو دریدل د دوی خپلې اقتصادي ستونزې ګڼي.

هغه پژواک ته وویل، د دغه راډیو مسوولینو په رسمي توګه دغې ادارې ته د نشراتو د بندیدو په اړه خبر هم نه دی ورکړی.

ساهو وایي، چې یوازې یاده راډیو نه؛ بلکې نورو رسنیو هم خپل نشرات د اقتصادي ستونزو له امله درولي او له حکومت لخوا پرې هېڅ ډول بندیز نه دی لکیدلی.

د یادونې وړ ده چې د روان زیږدیز کال د فرورۍ په میاشت کې ددغه راډیو او تلویزیون په ودانۍ کې اور لګېدلی و، چې له امله یې ډیر اقتصادي زیان لیدلی و.

بلخوا د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د نهاد راډیو او پیکان تلویزیون د خپرولو دریدل تایید کړي دي.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه ددې رسنیو پر بندیدو خواشیني او اندېښنه څرګنده کړې ده او له اسلامي امارت یې غوښتي دي چې د رسنیو پر کارونو د لګولو شویو محدودیتونو د لرې کولو ترڅنګ اقتصادي مرستې ورسره وکړي.

د خبریالانو مرکز ویلي چې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په بلخ ولایت کې اوه راډویی او شپږ تلویزیوني شبکې له فعالیته لویدلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د ټول هېواد په کچه په تیرو نږدې دوو کلونو کې د هېواد له ۶۰۰ رسنیو څخه تر نیمایي ډیر یې د بیلا بیلو ستونزو له امله تړل شوې دي.

[/restrict]

Views: 138

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.