ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تورخم کې د ناټو پر پوځي مرکز ځانمرګی برید وشو

23 Nov 2012 - 18:53
23 Nov 2012 - 18:53

جلال اباد  ( پژواک ۳ لیندۍ ۹۱ ) : د ننګرهار ولایت په سرحدي ښارګوټي تورخم کې د ناټو ځواکونو پر پوځي اډې ځانمرګی برید شوی دی.

په دې ولایت کې د سرحدي پولیسو د لومړي زون قوماندانۍ ویاند ادریس مومند د لیندۍ په ۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا ځانمرګی برید دیوه موټر په وسیله نن له ماښام وروسته په شپږ بجو شوی دی.

هغه زیاته کړه چې ځانمرګي برید کوونکي غوښتل چې یاد پوځي مرکز ته ننوځي، خو د ساتونکو لخوا تر پیژندل کیدو وروسته پرې ډزې کړي او دې سره چاودنه رامنځته شوې ده.

نوموړي ددې پيښې له امله د رامنځته شویو مالي او ځاني زیانونو په اړه معلومات نه درلودل.

د ننګرهار دامنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال پژواک اژانس ته وویل چې په دې ځانمرګي برید کې پنځه افغان ساتونکي ټپي شوي دي.

خو یوې بلې امنیتي سرچینې وویل چې په دې پيښه کې درې افغان ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

په کابل کې د  ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته دغه ځانمرګی  برید تایید کړ اوزیاته یې کړه چې په دې پيښه کې ددوی سرتیرو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

همدې پوځي مرکز ته نږدې د ناصر خان په نامه یوه دوکاندار پژواک ته وویل چې لومړۍ چاودنه وشوه او څو لحظې وروسته بیا ډزې  هم وشوې.

د هغه په وینا، ځانمرګي برید کوونکي د یاد پوځي مرکز نظام قرول ته په ننوتلو بریالی شوی و.

په سیمه کې یوې بلې امنیتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وویل چې په قره ول کې د خصوصي امنیتي کمپنۍ پنځه ساتونکي دنده ترسره کوله، چې اوس یې د مړي ژوندي په اړه معلومات نشته.

دغه سرچینه زیاتوي چې امریکایي ځواکونو ورته په دې پيښه کې ددوو کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

د مولوي خالد په نامه یوه تن چې ځان د وسلوالو طالبانو قوماندان معرفي کړ، ددې ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیست او بهرنیو ځواکونو ته د ګڼې مرګ ژوبلې اړولو ادعا یې وکړه.

 دغه پوځي مرکز د تورخم سرحدي دروازې په پنځه سوه مترۍ کې موقعیت لري چې مخې ته یې د تورخم – جلال اباد سړک او د سړک پورې غاړې ته د لویو موټرو یو ترمینل موقعیت لري.

دا ځانمرګی برید په داسې حال کې شوی چې نن سهار د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې دیوه ځانمرګي برید له امله درې تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۰۰ تنه نور ټپیان شول، چې ډیری یې ملکي وګړي دي.

د یادونې وړ ده چې دافغانستان د عالمانو سراسري شورا نن ولسمشر حامد کرزي سره دیوې لیدنې پر مهال هر ډول ځانمرګي بریدونه حرام وبلل.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version