کابل (پژواک ٩ لېندۍ٩١): د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون د تېرې ورځې ابلاغيه د قانون خلاف او پر رسنيو د سانسور د وضع کولو هڅه وبلله.
د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون چې مشري يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين کوي، وړمه ورځ يوه ابلاغيه خپره کړه.
په دې ابلاغيه کې راغلي، چې د يو شمېر رسنيو خپرونې له ديني او ملي ارزښتونو او دغه راز د هېواد له لوړو ګټو سره سمون نه خوري.
په ابلاغيه کې راغلي، چې د ځينو خصوصي رسنيو په خپرونو کې له ٢٠١٤ کال وروسته په اړه داسې مطالب خپاره شوي، چې د عامو خلکو ترڅنګ د دولت د ملکي او پوځي کار کوونکو د روحيې د کمزورۍ او پر دولت د خلکو د باور کمېدو لامل کېږي.
ځينې داسې راپورونه خپاره شوي، چې ګواکې له ٢٠١٤ کال وروسته به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتو سره دغه هېواد له اقتصادي او امنيتي ستونزو سره مخ شي.
د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون په ابلاغيه کې راغلي: ((د تصويري، صوتي او چاپي رسنيو په ګډون له ټولو خصوصي رسنيو غوښتنه کېږي، د داسې مطالبو له خپرولو چې له ملي او ديني ارزښتونو سره په تضاد کې وي او يا د خلکو د روحيې د کمزورتيا او د هېواد د ملکي او نظامي مسوولينو د مورال د ټيټېدو لامل کېږي، په کلکه ډډه وکړي، د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره د هېواد د نافذو قوانينو له حکمونوسره سم چلند وشي.))
د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ د ادارې (نى) مشر صديق الله توحيدي نن دليندۍ په ٩مه، په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د دغه شان ابلاغيو خپرول پر رسنيو او خبريالانو يو ډول فشار دى، چې د حقيقتونو له خپرولو يې ډډې کولو ته اړ کوي.
ده وويل، له قانون سره سم له اطلاعاتو خبرېدل د ټولو افغانانو قانوني حق دى او د بيان ازادي له تېري څخه خوندي ده.
توحيدي زياتوي: ((د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون، چې دغه ابلاغيه يې خپره کړې، دې ته نه دى متوجه شوى، چې دغه کار يې د قانون خلاف دى.))
توحيدي وايي: “لومړنى مورد چې په دې ابلاغيه کې ورته اشاره شوې، هغه ديني ارزښتونه دي، زموږ باور دا دى چې حکومت بايد د طالبانو او ترهګرو په څېر له ديني ارزښتونو څخه د وسيلې په توګه کار وانه خلي.”
هغه زياته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بايد د دغه شان ابلاغيو د خپرولو پر ځاى د خبريالانو د ژوند د مصوونيت په اړه فکر وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن