ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې يوه پيغله نجلۍ په مرموز ډول ووژل شوه

2 Dec 2012 - 16:59
2 Dec 2012 - 16:59

کندوز (پژواک ١٢ ليندۍ ٩١): په کندوز ولايت کې يوه نجلۍ په مرموز ډول وژل شوې، چې په روان کال کې د دې ولايت د ښځو او پيغلو د وژنې شمير دولسو تنو ته ورسيد .

 دغه ١٦ کلنه پيغله د کندوز مرکز اوسيدونکې ده، چې مړى يې نن سهار د خپل کور په کوټه کې په وينو ککړ موندل شوى. 

 ددې نجلۍ مور، چې د کندوز ښار په حوزوي روغتون کې د خپلې لور په مړي ژړل، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لور يې يونيم کال مخکې په خپله خوښه يوه پوليس افسر ته په نامه شوې وه.  

 هغې زياته کړه:” نن سهار مې لور يواځې د غولي په جارو کولو لګيا وه، چې ناڅاپه مې د ډزو اوازونه تر غوږو شول، کله چې هلته لاړم ،نو لور مې په وينو کې لته پت پرته وه.”

 د نجلۍ پلار هم وويل، نه پوهيږي، چې لور يې په همدې کوټه کې چره ايز ځوړوند ټوپک د جارو کولو پر مهال بلې کوټې ته ليږداوه او سهواً ترې ډز شوى، که په خپله يې پرې ځان وژنه کړې ده.

 د نجلۍ مور او پلار وايي، چې لور يې د کور نجلۍ وه او مکتب ته هم نه تلله.

 په روغتون کې يوې بلې ښځې، چې ځان يې د هغوى ګاونډۍ بلله وويل، چې څو ورځې وړاندې ددې نجلۍ وړوکي ورور د هغوى په کور کې نوموړې ګواښله، چې وژني يې، نوره نه پوهيږي، چې له هغې سره يې ټوکې کولې او که يې ورته رښتيا ويل.   

 خو د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني وويل، د دوى پلټننو دا ښودلې، چې دا مرګ په کور کې د تاوتريخوالي له امله رامنځته شوى دى.  

 هغه زياته کړه، چې د پوليسو د څيړنو په پايله کې د هغې د ځان وژنې نښانې ليدل کيږي، خو د پيښې اصلي علت به د عدلي طب له معايناتو وروسته معلوم شي.

 د کندوز د ښځو چارو مشرې نادره ګيا وويل: دا هيڅ امکان نه لري، چې يو څوک دې په خپله ځان ووژني.

 هغه وايي، يا به دا نجلۍ په زور بل چا ته په نامه شوې وي او يا يې هم په کور کې د شته تاوتريخوالي له امله ځان وژنه کړې ده.

 هغې له ښځو سره د تاوتريخوالي له زياتيدو اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې تير کال هم په کندوز کې دوه ښځې وژل شوې وې او همدارنګه دوه اونۍ وړاندې په امام صاحب ولسوالۍ کې د مکتب د اووم ټولګي له يوې ١٤ کلنې نجلۍ څخه سر غوڅ شوى دى.

  دغې نجلۍ له کور څخه بهر له يوې څاه اوبه راوړلې، چې د دوه کسانو له خوا ترې سر پرې کړاى  شو او پوليسو په دې اړه دوه شکمن کسان هم نيولي دي.

 د  نجلۍ کورنۍ وايي، څه موده وړاندې يې يو چا ترې لور غوښتې وه، خو دوى ترې انکار وکړ او لور يې ورنکړه.

  دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو چارو رياست د روان کال په نهو مياشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په اړه د وژلو، وهلو او ډبلو په ګډون ٦٠ قضيې  ثبت کړې، خو تير کال په همدې وخت کې ٥٠ قضيې ثبت کړاى شوې وې. 

 د افغانستان د بشري حقوقو کميسيون هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې له روان کال راهيسې په دې کميسيون کې تر څلور زرو زياتې د تاوتريخوالي قضيې ثبت شوي، چې ٧٠ سلنه پيښې يې د ناموسي وژنو زيږنده دي او ٣٨ پيښې يې د جنسي تيريو، چې نوي سلنه يې په وړو ماشومانو تيرى دى ، تشکيلوي.

 دغه کميسيون په داسې حال کې دوى ته د درنې جزا غوښتونکى شوى، چي دوه اونۍ وړاندې د سترې محکمې په نهايي حکم او د ولسمشر په توشيح سره اته تنه، چې په جنسي تيريو، قصدي مرګونو،  

تښتونو او غلاوو تورن وو د کابل په پلچرخي زندان کې اعدام کړل.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version