ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ښځو سره د نجونو زېږولو له امله تاوتریخوالی؛ نیمروز کې یو شمېر میندو د نجلۍ جنینونه سقط کړي

7 Mar 2024 - 13:41
7 Mar 2024 - 13:41

زرنج (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۲): نیمروز کې یو شمېر میندې وايي، د دې لپاره چې د خپلو کورنيو له خوا له تاوتریخوالي سره مخ نه شي، د امېدوارۍ پر مهال یې د نجلۍ جنینیونه سقط کړي دي.

نیمروز کې د نسايي ولادي برخې ځیني متخصصین وايي، د داسې قضیو شاهدان دي چې امېدوارو میندو له ټلوېزیونې معاینې د نجلې ثابتېدو وروسته د خپل جنین په سقطولو لاس پورې کړی دی.

هغه میندې چې د نجلۍ جنین په سقطولو یې لاس پورې کړی

د زرنج ښار یوې اوسېدونکې ۳۵ کلنه حمیدې چې پرله‌پسې یې پنځه لوڼې زیږولې او له همدې امله د خاوند او د هغه د کورنۍ له لوري له تاوتریخوالي سره مخ شوې، پژواک خبري اژانس ته وویل: «هر ځل به چې زما لور پیدا کېده، په کور کې به مو غم جوړ و، خاوند مې او د هغه مور به وهلم او سمه ډوډۍ به یې نه راکوله.»

حمیده ادعا کوي چې په شپږم ځل د امېدوار کېدو سره یې د خاوند له خوا ګواښل شوې چې که لور وزېږوي نو خاوند به یې طلاق کړي او له دې امله یې د خپل جنین په له منځه وړو اقدام وکړ، که څه‌هم پوهېده چې د جنین سقطول قتل دی، خو د طلاق مخنیوي لپاره یې پر دې کار لاس پورې کړی و.

هغې زیاته کړه: «پنځه میاشتې امېدواره وم، سنوګرافي معاینات مې وکړل او خبره شوم چې نجلۍ ده؛ ډېره وېرېدلې وم، زموږ د یوې ګاونډۍ نسخه چې مخکې یوه ډاکټر د جنین سقط کولو لپاره ورکړې وه، ما راواخیسته او درمل مې له درملتونه واخیستل او د درملو په خوړلو مې جنین له منځه یووړ.»

د زرنج ښار بلې اوسېدونکې او د درېیو لوڼو مور ثریا هم د دې لپاره چې خاوند یې بله ښځه ونه کړي، ‎د خپل څلور میاشتني جنین په سقطولو یې لاس پورې کړی دی.

هغه چې د زرنج ښار په یوه ښوونځي د ښوونکې په توګه دنده لري، وایي: «د خاوند او د خاوند کورنۍ مې لور نه خوښیږي، هر ځل به مې چې لور زیږوله، راته ویل به یې له لوڼو سره دې خاورې پر سر شه، نجلۍ د خلکو مال دی په خپل بخت پسې ځي.»

د هغې په خبره، په څلورم ځل امیدوارۍ کې یې له څلورنیمو میاشتو وروسته څرګنده شوه چې جنین یې نجلۍ ده، خو له دې امله چې خاوند یې ګواښ ورته کړی و چې که څلورم ماشوم یې زوی نه وي، بله ښځه به وکړي، هغه مجبوره شوه داسې پرېکړه وکړي چې د یوې مور لپاره ډېره ستونزمنه ده.

هغې زیاته کړه: «له انټرنټه‎ او زموږ له همسایه څخه له معلوماتو ترلاسه کولو وروسته مې له بازاره یوناني دواه واخیسته، جوش مې کړه او ومې خوړه، لږ تکلیف راته پیدا شو او دوې ورځې وروسته مې ماشوم سقط شو.»

هغه چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې، ویې ویل: «زه یوه مور یم له هغې پېښې شپږ میاشتې تېریږي خو سخته خواشینې یم، ما د ماشوم بدن او د هغه حرکتونه حس کول، خو له بده مرغه چې مېړه مې اخطار راکړی و.»

هغه مور چې د درېیو لوڼو زیږولو له امله د خپل خاوند له لوري له څو ځله ځورولو وروسته طلاق شوې ده.

د زرنج ښار اوسېدونکې عزیزه رحمتي هغه مور چې د درېیو لوڼو زېږولو له امله طلاق ورکړل شوی او اوس په سختۍ سره د خپلو لوڼو ساتلو مسوولیت ور په غاړه دی، وايي: «هر ځل چې به مې لور پيدا کېده، خاوند به مې زما د پلار کره لېږلم څو چې ماشوم به مې د ۶ میاشتو کېده، ان مصارف یې نه راکول، راته ویل به یې چې ځه له لوڼو سره دې یوځای ورکه شه، ولې دې بیا لور زېږولې.»

هغې ته د درېیمې لور له زیږولو وروسته طلاق ورکړل شوی ‎او اوس د خپل پلار په کور کې اوسېږي.

نوموړې زیاته کړه: «که څه هم چې د لوڼو لګښت یې باید خپل پلار ورکړي خو نه یې ورکوي، زه مجبوره یم چې خیاطي وکړم.»

ډاکتران: میندې د جنین جنسیت په ټاکلو کې رول نه لري او باید تاوتریخوالی ورسره ونه ‌شي

په نیمروز کې د نسايي ولادي برخې متخصصې ډاکټر یلدا فیاض واثق پژواک ته وویل، د نورو ولایتونو په شان په دغه ولایت کې تر اوسه میندې د نجلۍ زېږولو له امله ځورول کېږي او شکنجه کېږي.

هغې زیاته کړه: «هر کال سلګونه ښځې چې کره شمېر یې معلوم نه دی، د نجلۍ زېږولو له امله په بېلابېلو ډولونو قرباني کېږي، په داسې حال کې چې ملامتې نه دي او یوه ښځه هیڅ‌کله د جنین جنسیت په ټاکلو کې رول نه لري.»

نوموړې زیاته کړه: «په وروستیو دوو میاشتو کې د جنین سقط د ۱۵ پېښو شاهده وم چې میندې د جنین جنسیت له تثبیت وروسته چې نجلۍ به وه او له دې ډاره چې د نجلۍ په زېږولو به یې کورنۍ غوسه شي، په خپل سر درمل خوړلي، درانده کارونه یې کړي، څو جنین سقط شي.»

هغه زیاتوي: «زما نصیحت تل پلرونو ته دا دی چې د ماشوم جنسیت په نارینه پورې اړه لري او د خدای ورکړه ده، ښځه د ماشوم په جنسیت کې رول نه‌لري، او د خدای د خلقت لپاره باید سزا ورنه ‌کړل شي.»

ډاکټر یلدا له دیني عالمانو غواړي چې په دې اړه خپله دیني وجیبه ترسره کړي او د هلک او نجلۍ ترمنځ له تبعیض څخه د مخنیوي لپاره تبلیغ وکړي.

ورته مهال، زرنج ښار کې په خاتم‌النبین خصوصي روغتون کې د نسایي ولادي متخصصه ډاکټر جیون رحمتي هم وايي: «له ډېر شمېر میندو سره مخ شوې یمه چې د هلک او نجلۍ زېږولو تبعیض قرباني شوې دي او ځیني موارد ان ډاروونکي او زړه بوږنوونکي وو.»

د هغې په وینا، ډېری میندې له دې ډاره چې ماشوم یې نجلۍ نه وي، د تلویزیوني معاینې (سونوګرافي) په وخت کې سټرس لري او بې‌ هوښه کېږي.

نوموړې زیاته کړه: «یوه ورځ یوه ښځه راغله، ستونزه یې درلوده، معاینه مې یې وکړه، ویې پوښتل جنسیت یې څه دی، ومې ویل نجلۍ، ښځه بې‌هوښه شوه، خاوند یې راغی شور یې وکړ او ویې ویل مېرمن مې ۷ لوڼې زېږولې دي، دا اتمه لور ده، ښکاره وه چې مېرمن د خاوند او د هغه کورنۍ له لوري تر سخت فشار لاندې وه.»

هغې نارینه‌وو ته سپارښتنه وکړه: «ښځه باید د نجلۍ نړۍ ته راوړلو له امله ونه ځورل شي؛ ځکه د جنسیت ټاکل د خدای (ج) په لاس کې دي او د طبابت له اړخه نارینه په کې اساسي رول لري او ښځه په دې برخه کې هیڅ رول نه‌لري، د ښځې کروموزم مرسته کوونکی دی.»

دیني عالمان: د اسلام مبارک دین نجونو ته ځانګړی مقام ورکړی دی

نیمروز ولایت کې یو دیني عالم حافظ محمدرحمن رحمتي وویل، د لور او زوی ترمنځ تبعیض په اړه یې خلکو ته تل د جمعې په خطبو کې د اسلام مبارک دین سپارښتنې رسولې څو خلک وپوهېږي چې اسلام نجونو ته ځانګړی مقام ورکړی، خو د خلکو د پوهاوي کچه ټیټه ده، له همدې امله میندې د دغه تبعیض قرباني کېږي.

هغه زیاته کړه: «الله تعالی په شورا مبارکه سوره کې فرمایي: د اسمانونو او ځمکې مالکیت یوازې د الله تعالی په لاس کې دی، هر څه چې وغواړي پیدا کوي یې، هر چا ته چې یې خوښه وي لور ورکوي او هرچاته چې یې خوښه وي زوی ورکوي، یا لوڼې او زامن یو ځای هغوی ته ورکوي او چاته یې چې خوښه وي ماشوم نه ورکوي؛ یقیناً چې هغه پوه او برلاسی دی.»

د دغه دیني عالم په وینا، یوه ورځ له رسول اکرم (ص) څخه وپوښتل شول زوی ښه دی که لور؛ پیغمبر (ص) وفرمایل: «دواړه ښه دي، خو نجلۍ ریحانه ده، د جنت له ګلانو د یوه ګل پاڼه ده، خدای (ج) د ګډ ژوند ښکلا لپاره دوه ښکلي نعمتونه پیدا کړي، لور او زوی د ګډ ژوند دوه ښکلي نعمتونه دي او د اولاد درلودلو نعمت د خدای (ج) له غټو نعمتونو څخه دی.»

ورته مهال، یو بل دیني عالم نورالله کوثر پژواک ته وویل، که څوک د نجلۍ له پیدا کېدو خفه کېږي، جهالت، ناپوهي، د اسلام ضد عمل او له خدای سره دښمني ده.

کوثر زیاتوي: «په حدیث شریف کې راغلي، په کوم کور کې چې نجلۍ پیدا شي، خدای (ج) پر هغه کور دوه رحمت او برکته نازلوي او که زوی پیدا شي، له اسمان څخه یو رحمت نازلېږي.»

هغه وایي، په اسلام کې نجلۍ او هلک هیڅ توپیر له یو بل سره نلري، بلکه په ډېری وختونو کې یې د نجلۍ فضیلت د هلک په پرتله ډېر ښودل شوی دی.

نوموړي وویل، دا د علماوو، حکومت او رسنیو دنده ده څو خلکو ته عامه پوهاوی وکړي چې د لور او زوی زېږېدل دواړه د خدای(ج) رحمت او د هغه له لوري دي.

د هغه په وینا، خلکو ته باید وویل شي چې لور زیږول عیب نه دی، بلکې دا جهالت دی چې له اسلام مخکې خلکو نجونې ژوندۍ خښولې او هغه یې نه خوښولې.

Views: 143

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version