ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه شپاړس کلنه پیغله هلک شوی دى

یوه شپاړس کلنه پیغله هلک شوی دى

author avatar
15 Feb 2013 - 16:56
یوه شپاړس کلنه پیغله هلک شوی دى
author avatar
15 Feb 2013 - 16:56

اسعداباد (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩١): د کونړ د اسمار ولسوالۍ د پلوڅو ناو په کلي کې یوه شپاړس کلنه نجلۍ هلک شوى دى.

دغه ١٦ کلنه نجلۍ چې اوس هلک شوی، وايي: “زما نوم نیاز بې بې و او تر شپږم ټولګي پورې مې زده کړې کړي، چې اوس مې د پلار په خوښه په ځان د انعام الله نوم کېښود.”

هغه زياتوي، د دوه کاله وړاندې په ځان وپوهېدم چې ما د نجلۍ کومه نښه په ځان کې نه لیده، همدا خبره يې د تره له ښځې سره شريکه کړه او هغې بيا دا موضوع زما له پلار او مور غوږونو ته ورسوله.

د نوموړي په وينا، پلار يې د اسعداباد یوې ښځینه ډاکټرې مریم ته بوته او هغې يې  لومړي معاینات وکړل.

دی وايي: “ډاکټرې زما پلار ته وویل چې تاسی موږ ته هلک په ښځینه جامو کې راوستی، تاسی نارینه ډاکټر ته لاړ شئ؛ همداسې وشول، د اسعداباد د مرکزي روغتون ډاکټر حیدر ته ورغلو.”

دی زیاتوي، هغه ډاکټر هم زما معاینات وکړل او راته ويې ويل چې ته اویا سلنه هلک يې، موږ درته عمليات کوو او هېڅ مسئله نشته.

د نوموړي په وينا، ډاکټرانو د ده پلار ته وویل چې دى هلک دی او ورشه وېښتان ورته جوړ کړه او د هلکانو جامې ورواغونده.

انعام الله زياتوي: “همداسې وشول، خپل کور ته د هلکانو په جامو کې راغلم چې مور مې راته ډېره خوشحاله شوه.”

دى وايي، اوس ډېر خوشحاله دى، ځکه وړاندې دوى ورور نه درلود او اوس دى د لسو خويندو ورور شو.

د دې نجلۍ پلار معلم سردار وايي: “زما ټولې یوو لس لورګانې دي او دا (نياز بي بي) مې مشره لور وه، ما د زامنو لپاره دویمه ښځه هم وکړه خو دویمې مېرمن مې هم لور وزېږوله، خدای شته له خپل قسمته ډېر خفه شوم.”

نوموړی زياتوي، له کوچنيتوبه د دې نجلۍ ټولې ځانګړنې د نجونې وې او د يوې ښځې ټولې نښې په کې موجودې وې.

د هغه په وينا، “دا جینۍ موږ یو چاته ورکړې وه، یعنې نامزد وه، د دې جینۍ نامزد هم راغی او دې ته يې غاړه ورکړه او مبارکي يې ورته وویله او ويې ويل: زه به بل ځای نامزد شم او په تا د خدای لوی احسان وشو چې ته هلک شوې.”

د اسعد اباد د مرکزي روغتون رییس ډاکټر فاروق سهاک وایی: د اسمار ولسوالۍ د معلم سردار په نامه يو کس خپله لور، چې شپاړس کاله عمر یې درلود، په ښځينه جامو کې د دې لپاره راوستې وه، چې ډاکټران يې معاینات تر سره کړي چې په رښتیا هلک شوى دى که نه؟

دى وايي: “جراحي ډاکټر عبدالرووف دغه نجلۍ معاینه کړه او ورته يې وویل: چې دا اویا سلنه سړی دی او دا يوه نازکه پرده ده چې په عملیات کولو سره يې د سړيتوب ټولې نښې ښکاره کېږي.”

نوموړی زياتوي، چې دا یو اسانه عملیات دى چې دلته هم کېدای شي.

دى وايي: دا لومړی ځل دی چې له داسې پېښې سره مخ کېږي.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.