ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې درې تنه په اعدام محکوم شول

هرات (پژواک ١٤ ليندۍ ٩١): د روان کال له پيل راهيسې د هرات د استيناف محکمې له خوا٧٥ تنو ته په داسې حال کې د اعدام سزا اورول کيږي، چې د لوېديځ زون د بشر حقوقو ادارې هم ويلي، چې له اعدامونو سره مخالف نه دي، خو په دې شرط، چې د بشر حقوق په کې مراعات شي.   

 د هرات ښار د څارنوالۍ مشر څارنمل ګل احمد رامش وايي، چې د استيناف په علني محکمه کې دغه درې تنه په اعدام محکوم شوي دي.

نوموړي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ډله په وژلو تورنه ده.

 رامش زياته کړه، چې د روان کال له پيله د هرات محکمې له خوا ٧٥ تنو باندې د مرګ حکم کيږي، چې له دې ډلې څخه ٥٣ تنه په جنايي جرمونو تورن دي او پاتې ٢٢ نور يې په داخلي او بهرنيو جرمونو کې لاس لري. 

 د هرات ښار د محکمې رييس وويل، له دې ډلې څخه يې د ٢٨ تنونوملړ، د ولسمشر د توشيح لپاره ليږلى، چې ١٦ تنه يې په جنايي او ١٢ نور يې په کورنيو او بهرنيو جرمونو کې لاس لري.

 د هرات ښار په مرکزي زندان کې ټول ټال ٢٧٥٠ تنه شپې او ورځې تيروي، چې د دوى له ډلې څخه يې ١٥٠ ښځې هم دي، چې دوى ټول د هرات، غور، فراه او بادغيس له ولايتونو څخه دلته راوړل شوي دي 

 د لوېديځ زون د بشر حقوقو خپلواک کمېسيون مشر عبدالقادر رحيمي وايي، چې دوى له هغو اعدامونو سره مخالف نه دي، چې د هيواد له قانون او د بشر حقوقو له کړنو سره برابر وي او پکې زور نه وي.

هغه پژواک ته وويل:” موږ د عدالت پلوي کوو او عادلانه محکمې په هيواد کې د ارامۍ او امنيت سبب ګرځي.”

 دا په داسې حال کې ده، چې دوه اونۍ وړاندې هم د کابل په پلچرخي زندان کې د هيواد سترې محکمې په خپل وروستي حکم او د ولسمشر په توشيح ١٤ تنه، چې په وژنو، جنسي تيريو، غلاوو، تښتونو او د ماينونو ځاى پر ځاى کولو کې يې لاس درلود، اعدام کړل. 

 د راپورونو له مخې، په ټول هيواد کې د درى ګونو محکمو له خوا ٢٥٠ تنه په اعدام محکوم دي او د ولسمشر د توشيح حکم ته منتظر دي. 

 د ويلو ده، چې په کابل کې بشري حقوقو د څار ډلې د هيواد له ولسمشر څخه د اعدامونو د پروسې د درولو غوښتنه کړې ده.

 د بشر حقوقو د څار ډلې ويلي، چې د افغانستان د قضايي سيستم ضعف او په محکمو کې يې تر سره شوې نيمګړتياوې د قضايي سيستم له نړيوالو معيارونو سره سمون نه لري، چې دوى يې انديښمن کړي دي.

 همدارنګه وسلوالو طالبانو هم له ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس او له نړيوال سره صليب څخه غوښتي، چې د افغانستان په دولت فشار راوړي، ترڅو دغه د اعدامونو لړۍ ودروي.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version