ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې درې تنه پر اعدام محکوم شول

په هرات کې درې تنه پر اعدام محکوم شول

author avatar
24 Feb 2013 - 14:37
په هرات کې درې تنه پر اعدام محکوم شول
author avatar
24 Feb 2013 - 14:37

هرات ښار (پژواک ٦ کب ٩١): د هرات لومړنۍ محکمې د انسان تښتونې او وژنې په جرم درې تنه پر اعدام محکوم کړل.

په هرات کې د لومړنۍ محکمې رييس قضاوتمن عبدالرسول منصور د کب په ٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې درېيو تنو ته د اختطاف او وژنې په جرم له کره شواهدو وروسته د اعدام سزا او د جرم دوو نورو شريکانو ته يې د ۲۰ – ٢٠ کاله بند سزا واوروله.

نوموړي ياد محکومين د هرات د سرحدي ولسواليو اوسېدونکي ياد او زياته يې کړه، چې دغو کسانو درې مياشتې مخکې په کهسان ولسوالۍ کې د يوه ډاکټر په ګډون د دوو سوداګرو زامن تښتولي وو، چې يو يې بيا وواژه.

د هغه په وينا، د جزا قانون له مخې، عبدالصبور، نجيب الله، او غلام محبوب پر اعدام محکوم شول او سيد محمد او راکب ته د ۲۰ – ٢٠ کاله بند سزا واورول شوه.

منصور وويل: ((د محک‍مې جريان عادلانه و، هر تورن ته د دفاع لپاره پوره وخت ورکړل شو او دا پرېکړه وروستۍ نه ده، محکومين په نورو محکمو کې له ځانه د دفاع حق لري.))

د يادونې ده، چې په هرات کې درې ورځې مخکې د يو بل ماشوم په وژنه هم دوو تنو ته د اعدام او ۶ تنه له ٦ تر ٢٠ کاله پر بند محکوم شول.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.