ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې دو تنه په اعدام محکوم شول

author avatar
20 Dec 2012 - 15:31
author avatar
20 Dec 2012 - 15:31

هرات(پژواک٣٠ليندۍ٩١): په هرات ولايت کې پر دوو تنو د اعدام حکم له صادرولو سره په دغه ولايت کې په اعدام د محکمينو شمېر په روان کال کې ٧٧ تنو ته ورسېد.

دهرات ولايت داستيناف محکمې رييس سيد عبدالغفار زبير نن (د ليندۍ په ٣٠مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا دوه تنه په سړي تښتونې او وژنې باندې تورن وو،چې دابتدايه محکمې لخوا ورباندې د اعدام حکم صادر شوى دى.

زبير زياته کړه،چې هغوى د فراه ولايت په اناردرې ولسوالۍ کې يوتن دپيسو لپاره تښتولى او وروسته يې وژلى و.  

دهرات ولايت داستيناف محکمې رييس وايي، چې تورنو کسانو ته په علني محکمه کې ددفاع حق ورکړل شوى وو او له هغوى سره هيڅ ډول  زور زياتى نه ده شوى.

ده زياته کړه،چې دهغوى دوسيې استيناف محکمې ته سپارل شوي او کولى شي، چې له خپل ځان څخه دفاع وکړي.

 نوموړي وويل،چې دهغوى مرسته کوونکي په ١٦ کاله تنفيذي بند محکوم شوي،خو په دې اړه يې نور معلومات ورنکړل.

 دا په داسې حال کې ده، چې دهرات ولايت ښاري څارنوال څارنمل ګل احمد رامش وايي، چې د روان کال له پيل څخه تراوسه ٧٥ تنه دهرات ولايت د محکمې لخوا په اعدام محکوم شوي، چې ددوى له منځه د ٢٨ تنو دوسيې د توشيح لپاره ولسمشر ته لېږل شوې دي.

 دده په وينا،دهغوى له جملې څخه ١٦ تنه يې په جنايي جرمونو او١٢ تنه يې د کورني او بهرني امنيت ضد جرمونو باندې ککړ و.

 رامش وايي،چې دغه ټول بنديان دهرات ولايت په مرکزي بند کې بنديان دي.

د هرات په مرکزي زندان کې د١٥٠ ښځو په ګډون٢٧٥٠ تنه بنديان دي، چې دهرات،غور،فراه او بادغيس ولايتونو دي .

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.