ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کمېسيون: د ټاکنو قانون په طرحه کې بدلون زموږ د غوښتنو خلاف دى

کابل (پژواک ١٥ لېندۍ٩١): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د وزيرانو شورا، د ټاکنو قانون په طرحه کې د کمېسيون د غوښتنو خلاف بدلونونه راوستي، چې ځينې يې د هېواد له شرايطو سره اړخ نه لګوي.

په تېره شاوخوا يوې لسيزه کې ټاکنې د تقنيني فرمان له مخې ترسره کېدې او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا جوړه شوې د ټاکنو د قانون طرحه وړمه ورځ وزيرانو شورا له يو لړ بدلونونو سره تصويب کړه.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون حکومت ته د ټاکنو د قانون په وړاندې کړې طرحه کې ټول نړيوال معيارونه په پام کې نيولي، چې له مخې يې رڼۍ او عادلانه ټاکنې ترسره کېداى شي.

خو دى زياتوي، چې د وزيرانو شورا په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو سيستم پر داسې يو سيسټم اړولى چې له مخې يې يو ولايت د نفوس له اړخه په څو ټاکنيزو حوزو وېشل کېږي او د هرې حوزې خلک کولى شي يواځې د خپلې اړوند سيمې د خوښې وړ نوماند ته رايه ورکړي.

د نور په خبره، ياد سيستم ډېر پېچلى دى او د افغانستان له شرايطو سره اړخ نه لګوي.

تر دې دمه په پارلماني ټاکنو کې هر ولايت يوه ټاکنيزه حوزه ګنل کېږي او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ټول افغانستان يوه حوزه دى.

د ټاکنو د کمېسيون وياند زياته کړه: “موږ د وزيرانو په شورا کې په دې باندې تاکيد کړى چې دا سيستمونه په افغانستان کې کار نه ورکوي، دلته احتمال د دې شته چې ملتونه سره ووېشل شي او له دې څخه نورې ستونزې راولاړې شي، د ولسواليو سرحدات نه دي مشخص، په دې کې ډېرې ستونزې دي، دا ناممکنه خبره ده”

هغه وويل، چې د ټاکنو د قانون طرحه راتلونکې اونۍ ملي شورا ته وړاندې کېږي او کمېسيون به هلته يو ځل بيا پر خپلې جوړې کړې طرحې ټينګار وکړي.

ده د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې عدليې وزارت هم د ټاکنو د قانون په طرحه کې ځينې واړه بدلونونه راوستي او ځينې “فرمايشات ” يې درلودل.

نور وايي، چې وزيرانو شورا د خپل صلاحيت له مخې، د ټاکنو د قانون په طرحه کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون لرې کړى او د دغه کميسيون واک يې سترې محکمې ته سپارلى دى.

هغه په دې اړه زياته کړه: “د محکمې په هلکه زموږ نظر دا دى، تاکيد مو دا دى چې که چېرې مېکانيزم په دې شکل راشي، چې هغه نړيوال معيارونه په پام کې ونيول شي او نهاد د شکاياتو لپاره شتون ولري، هغه يو بې طرفه نهاد وي، نو په هغه وخت کې د ټاکنو کمېسيون کومه جدي ستونزه نه لري.”

په تېره شاوخوا يوه لسيزه کې د ټاکنو پر مهال د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون شتون درلود، چې ځيني غړي يې بهرنيان وو.

د افغانستان د خپلواکو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) وايي، چې د پارلماني ټاکنو پر مهال يو ولايت په څو ټاکنيزو حوزو د وېشلو په اړه د وزيرانو شورا پرېکړه پر ځاى ده.

د فيفا مشر جانداد سپين غر وويل، چې دغه کار کولى شي د عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو کې مرسته وکړي.

ده وويل، د ټاکنو په قانون كې بايد داسې تدبيرونه ونيول شي، چې ټاکنيز نظام د افغانستان د ټولو خلكو لپاره عمومي او عادلانه استازيتوب تاْمين كړي.

هغه د مثال په توګه وويل: “مخکې چې ولايت به يوه حوزه وه، ټول کانديدان به له دوو ولسواليو څخه راغلل، لسو نورو ولسواليو به نمايندګي نه لرله او عادلانه نمايندګي به نه تامينېده، که حوزې وړېږي، نو عادلانه نمايندګي تامينولى شي، دا يې مثبته پرېکړه ده په دې قانون کې.”

خو جانداد سپين غر د ټاکنيزو شکايتونو په تړاو د وزيرانو شورا د پرېکړې په اړه وويل، ښه به وه چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د جوړښت، دندو او واکونو د قانون په اړه يې د ملي شورا پرېکړې ته انتظار کړى واى.

د ده په وينا، که د ټاکنيزو کمېسيونونو د ياد قانون طرحه ملي شورا تصويب کړي، نو ورسره به د ټاکنو د قانون په طرحه کې د وزيرانو شورا اوسنى تعديل رد شي.

د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، دندو او واکونو قانون ولسي جرګې تصويب کړى، خو مشرانو جرګې د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د جوړښت په تعديل سره چې بهرنيان دې په کې نه وي، دغه قانون تاييد کړى دى.

ټاکل شوې، چې د قانون له مخې د دې موضوع د حل لپاره د دواړو مجلسونو ګډ کمېسيون جوړ شي، خو که کمېسيون هم ونه توانېد چې موضوع حل کړي، نو ولسي جرګه به په يواځې سر وروستۍ پرېکړه کوي.

د قانون له مخې که ولسي جرګې د دويم ځل لپاره د خپلو حاضرو غړو د دوو ثلثو په تاييد سره دغه قانون تصويب کړ نو مشرانو جرګې ته له وړاندې کولو پرته به د توشېح لپاره ولسمشر ته واستول شي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د وياند د څرګندونو په اړه د چارو ادارې له مطبوعاتي دفتر سره خبرې وکړې، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version