ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جنګي جنايتکارانو د محاکمې غوښتنه وشوه

9 Dec 2012 - 17:17
9 Dec 2012 - 17:17

 کابل ( پژواک ۱۹ليندۍ ۹۱) : دافغانستان دڅار ټولنې له حکومت او نړيوالې ټولنې څخه دجنګي جنايتکارانو دمحاکمې غوښتنه وکړه .

 دا غوښتنه ددغه سازمان دکلني څېړنيز راپور په اساس شوې ، ياد راپور د تاوتريخوالو او له بشري حقونو څخه دسرغړونو له قربيانانو سره په کابل ، هرات او بلخ ولايتونو کې د ۱۳۴۹ مرکو په اساس شوې ده .

 د (TJCG)  په نوم دانتقالي عدالت دهمغږۍ ډله ، چې له ملي او نړيوالو مدني ټولنو جوړه شوې ،نن يې په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل ،چې دا څېړنه په هېواد کې د کورنيو جګړو د قربانيانو غوښتنه ده ، څو حکومت او نړيواله ټولنه محاکمو ته دجنګي مجرمينو په را کاږلو د هغوی  درد دواکړي .

 له دغو بنسټونو څخه يو هم دافغانستان دڅار ټولنه ده او په خپل نوي راپور کې يې دې ته اشاره کړې ، چې د وروستيو درېيو لسيزو ۹۷ سلنه قربانيان په هرات او بلخ کې په دې باوري دي ، چې دهمغو کلونو د تاوتريخوالي منفي اغېزو يې اوس هم په ژوند سيوری غوړولی دى.

 ددغه بنسټ غړي نعمت الله ابراهيمي پژواک خبري اژانس ته وويل،هغه کسان چې په مستقيم ډول په وروستيو جګړو کې اغېزمن شوي، اوس په ټولنيز ژوند کې په مختلفو بڼو له زياتو ستونزو سره مخ دي .

  هغه زياته کړه : ” موږ په مستقيم ډول جنګ ځپلو ته ورغلو او غوښتل مو وپوهېږو چې هغوی څه غواړي ؟ ځکه چې دولت دانتقالي عدالت داجرا لپاره کافي برنامې نه لري او موږ بيا دعدالت د پلي کولو غوښتنه کوو . “

 په عين وخت کې دټولنيز عدالت دهمغږۍ ډلې ، دافغانستان دسياسي مسايلو په برخه کې دنړيوالې ټولنې په چلند نيوکه وکړه او وايي چې دبن نړيوال لومړی کنفرانس دسياسی ځانګړو کړيو دمصحلت په اساس داير شو .

 دانتقالي عدالت دهمغږۍ ګروپ  غړي يونس اختر وويل : “نړيوالې ټولنې بايد دمصلحتونو په ځای داسې کسان دسياست ډګر ته راوړي وای ، چې  لاسونه يې دخلکو په وينو نه واى سره ، خو له بده مرغه چې دوی دخپلو ګټو لپاره ظالم کسان په خلکو واکمن کړل . “

دانتقالي عدالت دهمغږۍ ډله له حکومت ، نړيوالې ټولنې او نړيوالو محاکمو غواړي ، تر څو افغانستان ته دعادلانه سولې د راتګ لپاره دهغوی وړانديزونه جدي ونيسي .

 ددې بنسټ بل غړي رحيم جامي بيا د اربکيانو په پياوړي کولو او تجهيز نيوکه وکړه او ويې ويل چې له ۲۰۱۴کال څخه وروسته له دغو ځواکونوڅخه وسلې اخيستل  ددوی له انديښنو څخه دي ، چې دا به يوه ستونزمنه چاره وي .

 اربکيان هغه قومي ځواک ته ويل کېږی، چې دمعاش له اخيستلو پرته دخپلې سيمې په امنيت کې برخه اخلي ،خو دا نوم اوس مهال هغو ځواکونو ته کارول کېږي ، چې ددولت په چوکاټ کې رسميت نه لري او ددولت لخوا دمخالفينو پر ضد تجهيز ، تمويل  او دمرستې وړ ګرځي .

 

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version