ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ٢٠١٤ وروسته د افغان حکومت د ړنګېدو راپور په پراخه کچه رد شو

9 Oct 2012 - 16:48
9 Oct 2012 - 16:48

کابل ښار (پژواک ١٨ تله ٩١): ملګرو ملتونو، د افغانستان مشرانو جرګې او کورنيو چارو وزارت هم هغه راپور رد کړ، چې ګواکې په ٢٠١٤ کال کې د بهرنيو ځواکونو په وتو سره د افغان حکومت د ړنګېدو وېره شتون لري.

د بحران نړيوال ګروپ د تلې په ١٧مه په خپل راپور کې اندېښنه څرګنده کړې، چې که له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي، د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کېدو وېره ده.

دغه راز په راپور کې پر دې هم اندېښنه ښودل شوې، چې له ياد کال وروسته به افغان ملي ځواکونه د دې وړتيا ونه لري، چې د خپل هېواد امنيت وساتي.

د دغه راپور ليکونکي ويلي، د دې ګواښ شته چې له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتو سره د کابل حکومت سقوط وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبېش، نن په کابل کې په خبري ناسته کې په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “نه، نه زه فکر نه کوم چې داسې وشي.”

دى وايي، تمه ده چې افغانستان په ښه ډول له ستونزو راووځي؛ ځکه چې نړيواله ټولنه له افغانستان سره قوي ژمنه لري او له افغانستان سره به د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

د هغه د څرګندونو له مخې، نړيوالې ټولنې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې يو ځل بيا له افغانستان سره پياړوى تعهد وکړ.

د يان کوبيش په وينا، د ملګرو ملتونو د امنيت شوار غړو که څه هم چې په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ د نه شتون، اداري فساد، د بشري حقونو د نقض، نشه يي توکو د قاچاق او نا امنيو په اړه اندېښنه لرله، خو بيا يې هم له افغانستان سره د مرستو د دوام ټينګې ژمنې وکړې.

دى وايي، چې نړيواله ټولنه به له ٢٠١٤ کال وروسته هم تر ډېرو کلونو له افغانستان سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ده په وينا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون پيغام دا دى چې له افغانستان سره به د نړيوالې ټولنې ژمنې عملي کېږي.

په مشرانو جرګه کې هم نن د ياد راپور په اړه خبرې وشوې او هغه يې له حقيقت څخه لرې او بې بنسټه وباله.

په دې جرګه کې د دايکنډي استازي علي اکبر جمشيدي وويل، چې د بحران نړيوال ګروپ راپور له حقيقت څخه لرې دى او خپرولو يې د افغان ولس پر روحيه منفي اغېز کړى دى.

هغه زياته کړه: ((دغه اداره (د بحران نړيوال ګروپ) ځانته خپلواکه وايي، خو په هېڅ ډول خپلواکه نه ده، د امريکا په متحده ايالتونو پورې تړلې ده او څه يې چې څپاره کړي، د دې هېواد په خوښه يې کړي دي.))

د جمشيدي په وينا، په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان دولت پياوړى شوى او که نور هېوادونه د افغانستان د ملي ځواکونو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي، د دې توان لري چې خپل وسلوال مخالفين له منځه يوسي.

په مشرانو جرګه کې د بدخشان استازې ګلالى اکبري د بحران نړيوال ګروپ راپور د افغانستان په چارو کې نېغه لاسوهنه بولي او وايي: ((د دغه شان راپورونو خپرول د ملت پر روحيه بدې اغېزې کوي او د مخالفينو روحيه پياوړې کوي او بايد خپاره نه شي.))

اکبري د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د بحران نړيوال ګروپ ته داسې ځواب ورکړي، چې نور له دغه شان “مغرضانه “راپورنو او څرګندونو ډډه وکړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوى وه، وويل، چې د دغه شان بې بنسټه راپورونو خپرول په هېواد کې شته ستونزو ته نوره هم پراختيا ورکوي او د وسلوالو مخالفينو روحيه پياوړي کوي.

ده هم وويل، چې حکومت بايد د ياد راپور په اړه جدي غبرګون وښيي.

هغه وايي، چې اوس او له ٢٠١٤ وروسته کومې ستونزې چې پيدا کېږي، د هغو د حل لپاره بايد نړيواله ټولنه او افغان حکومت سر له اوسه په ګډه کار پيل کړي.

د مشرانو جرګې نورو غړو هم د ايزديار خبرې تاييد کړې.

د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي نن په کابل کې د ناټو له ملکي استازي سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې په ياد راپور کې د افغانستان حالات برعکس ښودل شوى دى.

ده وويل: “په دغه راپور کې پر فرضيو او نظرياتو کې توازن په پام کې نه دى نيول شوى.”

د ده په وينا، له بهرنيو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد پروسې له پيله افغان امنيتي ځواکونه د هېواد پر امنيتي وضعيت برلاسي دي او ورځ تر بلې يې وړتياوې لوړيږي.

هغه وويل، چې د بهرنيو ځواکونو وتل او د امنيتي مسووليتونو لېږد د افغانستان د خلکو او حکومت غوښتنه ده.

په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملکي استازي وياند ډومنيک ميډلي وويل، چې ناټو پوره ډاډمنه ده، چې افغان ملي پوليسو او اردو وړتياوې به په راتلونکو کلونو کې په پرله پسې توګه لوړې شي.

د هغه په وينا، نړيواله ټولنه په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره ژمنه پاتې شوې او له ٢٠١٤ کال وروسته به هم خپلو همکاريو او مرستو ته ژمنه پاتې وي؛ ځکه چې د افغانستان حکومت او نړيواله ټولنه د يوه با ثبات، با امنه او هوسا افغانستان لپاره هلې ځلې کوي.

ده تېره ورځ هم د يادو څرګندونو تر څنګ ويلي وو، چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه له امکانه لرې ده او افغان امنيتي ځواکونه د دې وړتيا لري، چې له ٢٠١٤ وروسته د خپل هېواد امنيت وساتي.

د ولسمشر حامد کرزي وياند اېمل فيضي هم تېره ورځ د بحران نړيوال ګروپ راپور رد او په راتلونکو ټاکنو کې يې د بهرنيو لاسوهنو لپاره د لارو چارو برابرولو هڅه وبلله.

د ده په وينا، په راپور کې هېڅ داسې شواهد او واقعي دلايل نشته، چې د راپور چمتو کوونکي دې ترې دفاع وکړاى شي.

فيضي ويلي، چې که نړيواله ټولنه له افغانستان سره په خپلو ژمنو وفا وکړي، له ٢٠١٤ کال وروسته به هېڅکله دغه هېواد له بحران او کورنۍ جګړې سره مخ نه شي.

د بحران ګروپ راپور تېره ورځ د افغانستان د وزيرانو شورا هم له حقيقت څخه لرې او بې اساسه بللى دى.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version