ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو احتمال رد کړ

ناټو په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو احتمال رد کړ

author avatar
8 Oct 2012 - 16:00
ناټو په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو احتمال رد کړ
author avatar
8 Oct 2012 - 16:00

کابل (پژواک ١٧ تله ٩١): ناټو وايي، چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه له امکانه لرې ده او زياتوي چې افغان ملي ځواکونه د دې وړتيا لري چې له ٢٠١٤ کال وروسته د خپل هېواد امنيت وساتي.

ناټو دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د بحران نړيوال سازمان نن (د تلې ١٧مه) په خپل راپور کې اندېښنه څرګنده کړه، که له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي، د کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو وېره ده.

دغه راز په راپور کې په دې هم اندېښنه ښودل شوې، چې له ياد کال وروسته به افغان ملي ځواکونه د دې وړتيا ونه لري چې د خپل هېواد امنيت وساتي.

خو په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملکي استازي وياند ډومنيک ميډلي وايي، ناټو پوره ډاډمنه ده چې افغان ملي پوليس او اردو د دې وړتيا لري چې له ٢٠١٤ وروسته د خپل هېواد امنيت وساتي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ناټو په دې اړه ځکه باوري ده، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغان ملي ځواکونو وړتيا زياتېږي او د پرمختګ په حال کې دي او هم د امنيت د لېږد پروسې دا ثابته کړې ده.))

ډومينک وايي، چې افغان ملي ځواکونو د افغانستان د شاوخوا ٧٥ سلنه سيمو دامنيت چارې پر غاړه اخيستې او په راتلونکو دوو کلونو کې به د ټول هېواد د امنيت چارې پر غاړه واخلي.

د ناټو د ملکي استازي وياند وايي، چې نړيواله ټولنه په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره ژمنه پاتې شوې او له ٢٠١٤ کال وروسته به هم خپلو همکاريو او مرستو ته ژمنه پاتې وي.

هغه زياتوي: ((ناټو فکر نه کوي، چې افغان ملي ځواکونه به ړنګ او په افغانستان کې به کورنۍ جګړه پيل شي؛ ځکه چې د افغانستان حکومت او نړيواله ټولنه د يوه با ثبات با امنه او هوسا افغانستان لپاره هلې ځلې کوي.))

ناټو ويلي، چې هېڅ يو افغان نه غواړي چې په هېواد کې يې يو ځل بيا کورنۍ جګړه پيل شي او نړيواله ټولنه به هم له ٢٠١٤ کال وروسته افغانستان هېر نه کړي.

ډومنيک ميډلي وايي، چې نړيوالې ټولنه په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې ميلياردونه ډالر مصرف کړي او له ٢٠١٤ کال وروسته به هم د افغان ملي ځواکونو روزنې او مشورو ته ادامه ورکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.