ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

که دولت او نړيواله ټولنه پر خپلو ژمنو ودرېږي، بحران به رامنځته نه شي

13 Oct 2012 - 15:14
13 Oct 2012 - 15:14

کابل ښار (پژواک ١٦ تله ٩١): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، چې که نړيواله ټولنه او افغان دولت پر خپلو ژمنو ودرېږي، نو هېڅکله به افغانستان له ٢٠١٤ کال وروسته له بحران سره مخ نه شي.

د بحران نړيوال ګروپ تېره اونۍ (د تلې ١٧مه) په خپل راپور کې اندېښنه څرګنده کړې، چې که له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي، د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کېدو وېره ده.

دغه راز په راپور کې په دې هم اندېښنه ښودل شوې، چې له ياد کال وروسته به افغان ملي ځواکونه د دې وړتيا ونه لري، چې د خپل هېواد امنيت وساتي او افغان حکومت به ړنګ شي.

د حق او عدالت ګوند غړي اصف اشنا، ژورنالېست نور ولي خپلواک، د سياسي چارو کارپوهان احمد فهيم فکري او ډاکټر کمال سادات په يوه ګردي مېز کې د دې موضوع په اړه بحث کړى دى.

دغه ازاد راډيويي ټلويزيوني بحث د هغو بحثونو لړۍ ده، چې هره اوونۍ د افغانستان د رسنيز مشارکت له خوا د مدني ټولنې د ونډې د تبارز په موخه پر لاره اچول کېږي. 

د افغانستان رسنيز مشارکت، چې په هغه کې پژواک خبري اژانس، د سبا نشراتي موسسه او د کليد نشراتي ارګان شامل دى، خلکو ته د راپور ورکولو په موخه تېر کال يې د ١٣٩٠ لمريز کال د کب په ٢٢مه رسماً د موجوديت اعلان وکړ.

د حق او عدالت ګوند غړي اصف اشنا د دغې اونۍ په بحث کې وويل، دى هيله من دى چې له ٢٠١٤ کال وروسته افغانستان له هېڅ ډول بحران سره مخ نه شي.

هغه زياته کړه، چې په شيکاګو او توکيو نړيوالو کنفرانسونو کې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره کلکې ژمنې کړې او هغوى اړ دي چې دا ژمنې پلې کړي.

نوموړي دغه راز وويل، چې په تېرو يوولسو کلونو کې په هېواد کې ځوان نسل روزل شوى، لوستي دي او دوى به هېڅکله خپل هېواد د بحران لوري ته پرې نه ږدي.

اشنا وايي، چې د افغانستان حکومت د امريکا په ګډون له ګڼ شمېر هېوادونو سره د اوږودمهاله همکاريو ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي او ژمنې يې کړې چې د نورو همکاريو ترڅنګ به افغان ملي ځواکونه هم پياوړي کوي.

دغه راز هغه زياته کړه، چې که د افغانستان دولت، خلک، پارلمان، مدني ټولنې او سياسي ډلې هم د ډيموکراسۍ په لوري ښه اقدامات وکړي او خپلې ژمنې عملي کړي، نو هېواد به له هېڅ ډول ګواښ سره مخ نه شي.

خو نوموړي وېره څرګنده کړه، چې که په هېواد کې حاکمه ډله ولسمشريزې ټولټاکنې پر خپل وخت ونه کړي، د فساد او درغليو مخه ونه نيسي، نو ګډوډي رامنځته کېداى شي.

د سياسي چارو کارپوه ډاکټر کمال سادات بيا د افغانستان راتلونکى په درېيو برخو وېشي: سياسي بحران، اقتصادي بحران او نظامي بحران.

د هغه په وينا، که چېرې د توکيو په کنفرانس کې ژمنې شوې پيسې په سمه توګه ولګول شي او حکومت د اداري فساد د له منځه وړلو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي، نو د اقتصادي بحران هېڅ امکان نشته.

سادات دغه راز وايي، چې د کرزي ډله پر خپل وخت ټاکنې وکړي، د ټاکنو په کمېسيون کې اصلاحات راولي او د درغليو مخه ونيسي، نو سياسي بحران هم نه شي رامنځته کېداى.

نوموړى زياتوي، چې که نړيواله ټولنه او په ځانګړې توګه امريکا د ملي ځواکونو تجهيز، تمويل او روزنې په اړه خپلې ژمنې عملي کړي، نو نظامي بحران هم نه شي راتلاى.

ژورنالېست او د سياسي چارو کارپوه نور ولي خپلواک هم وايي، نړيوالې ټولنې چې په تېرو يوولسو کلونو کې په افغانستان کې کوم لګښتونه کړي او خپل سرتېري يې له لاسه ورکړي، دوى به هېڅکله ونه غواړي چې افغانستان بېرته له بحران سره مخ شي.

د هغه په وينا، امريکا اوس هم په افغانستان کې ستراتيژيکې ګټې لري او ترڅو پورې چې د دوى ګټې دلته خوندي وي، دوى به افغانستان يواځې نه پرېږدي.

نوموړى وايي، چې له ٢٠١٤ کال وروسته نړيواله ټولنه افغانستان يواځې نه پرېږدي، دوى ستراتيژيک تړونونه کړي او له دغه کار وروسته زرګونه امريکايي سرتېري هم دلته پاتې کېږې او د دې کار لپاره له افغانستان سره امنيتي سند لاسليکوي.

خپلواک دا هم وويل: ((افغان حکومت په تېرو يوولسو کلونو کې ډېر کار کړى دى، ملي ځواکونه پياوړي شوي، ادارې جوړې شوې دي او کدرونه هم روزل شوي دي.))

د هغه په وينا، د وسلوالو طالبانو هغه پخوانى زور هم اوس نه دى پاتې چې څو کاله پخوا يې درلود.

د يادونې ده، د افغانستان حکومت، ملګرو ملتونو، د ناټو سازمان، ملي شورا او بېلابېلو نورو ټولنو هم د بحران ګروپ ياد راپور رد کړى دى.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي د دغه راپور تر خپرېدو وروسته پژواک اژانس ته وويل، دا يو سياسي راپور دى، چې خاص سياسي اهداف او اجنډا لري.

د هغه په وينا، د دغه راپور موخه دا ده، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې بهرنيانو ته د لاسوهنو لپاره لارې چارې پيدا کړي.

نوموړي زياته کړه، چې په راپور کې هېڅ داسې شواهد او واقعي دلايل نشته، چې د راپور چمتو کوونکي دې ترې دفاع وکړاى شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version