ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيضي: د بحران ګروپ راپور په راتلونکو ټاکنو کې د بهرنيو د لاسوهنې هڅه ده

8 Oct 2012 - 18:22
8 Oct 2012 - 18:22

کابل ښار (پژواک، ١٧ تله ٩١): د ولسمشر حامد کرزي وياند د بحران نړيوال ګروپ راپور

 رد او دا يې په راتلونکو ټاکنو کې د بهرنيو د لاسوهنو لپاره د زمينې برابرولو هڅه وبلله.

د بحران نړيوال ګروپ نن (د تلې ١٧مه) په خپل راپور کې اندېښنه څرګنده کړې، چې که له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي، د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کېدو وېره ده.

دغه راز په راپور کې په دې هم اندېښنه ښودل شوې، چې له ياد کال وروسته به افغان ملي ځواکونه د دې وړتيا ونه لري، چې د خپل هېواد امنيت وساتي.

د ولسمشر حامدکرزي وياند ايمل فيضي د تلې په ١٧ مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل: ((موږ په دې باور يو، چې دا يو سياسي راپور دى، چې خاص سياسي اهداف او اجنډا لري.))

د هغه په وينا، د دغه راپور موخه دا ده، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې بهرنيانو ته د لاسوهنو لپاره لارې چارې پيدا کړي.

نوموړي زياته کړه، چې په راپور کې هېڅ داسې شواهد او واقعي دلايل نشته، چې د راپور چمتوکوونکي دې ترې دفاع وکړاى شي.

د فيضي په خبره، نړيوالې ټولنې هغه ژمنې، چې د بن، شيکاګو او توکيو په کنفرانسونو کې  د اوږده مهال لپاره له افغانستان سره کړې دي او که چېرته غربي هېوادونه په خپلو دغو ژمنو کې ريښتيني اوسي او افغانستان د ٩٠ لسيزې په څېر يواځې پرېنږدي او خپلې همکارۍ ته ادامه ورکړي، له ٢٠١٤ کال وروسته به هېڅکله افغانستان له بحران او کورنۍ جګړې سره مخ نه شي.

دى وايي: ((تېر دېرش کاله جنګ جګړو، ناامنيو او مداخلاتو ته په کتو سره افغانستان اوس دوست او دښمن ښه پېژني او هېڅکله هم په هېواد کې کورنۍ جګړې نه غواړي او د يو موټي هېواد په توګه له خپل ملي اتحاد څخه په تمامه مانا دفاع کوي.))

دغه راز د بحران ګروپ په راپور باندې نن د وزيرانو په شورا کې هم بحث پرې شوى  او دا راپور يې له حقيقت څخه لرې او بې اساسه بللى دى.

بل خوا په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملکي استازي وياند ډومنيک ميډلي وايي، ناټو پوره ډاډمنه ده، چې افغان ملي پوليس او اردو د دې وړتيا لري، چې له ٢٠١٤ وروسته د خپل هېواد امنيت وساتي او په افغانستان کې کورنۍ جګړه له امکانه لرې ده.  

ده پژواک اژانس ته وويل، چې افغان ملي ځواکونه د افغانستان د شاوخوا ٧٥ سلنه سيمو د امنيت چارې پر غاړه لري او په راتلونکو دوو کلونو کې به د ټول هېواد د امنيت چارې پر غاړه واخلي.

هغه زياته کړه، چې نړيواله ټولنه په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره ژمنه پاتې شوې او له ٢٠١٤ کال وروسته به هم خپلو همکاريو او مرستو ته ژمنه پاتې وي، ځکه چې د افغانستان حکومت او نړيواله ټولنه د يوه باثباته، باامنه او هوسا افغانستان لپاره هلې ځلې کوي.

 

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version