مهترلام(پژواک٢١ليندۍ٩١): دلغمان ولايت چارواکو په دغه ولايت کې د ٢٣٠ سميه ييزو پوليسو د فراغت خبر ورکړ.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د ليندۍ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سيمه ييزو پوليسو ييزو د څلورو اونيو په دوران کې مسلکي او تخنيکي تکتيکونه زده کړو د ترلاسه کولو وروسته ورته د فراغت سندونه ورکړل شول.
نوموړي زياته کړه، دغه پوليس په امنيتي وسايلو سمبال او له دې وروسته به په سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره هڅې کوي.
ځواک زياتوي چې له دغو کسانو څخه به يې ٣٠ په مزکز مهترلام،٤٤ په الينګار ولسوالۍ، ١٢٩ يې په عليشنګ ولسوالۍ او پاتې ٢٧ تنه به د بادپښ په سيمه کې په دندو وګمارل شي.
وياند وايې چې له دې مخکي يې د سيمه ييزو پوليسو د روزنې په لومړۍ دوره کې ١٤٠تنو مسلکي او تخنيکي زده کړو د ترلاسه کولو وروسته د لغمان به بيلا بيلو سيمو کې په دندو ګمارل شوي دي.
په فارغ شويو پوليسو کې دبهير پونوم يوتن پژواک ته وويل، ((ما په دغه يوه مياشت کې ډيرڅه زده کړل لکه د خلکو سره چال چلند او نور ټولنيز))
ياده دې وي چې د کورنیو چارو وزارت له لوري د لغمان ولایت لپاره د ۵۵۰ تنو سیمه ییزو پولیسو تشکیل منظور شوی چې تراوسه يې ٣٧٠تنه روزل شوي او په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه په ندو ګمارل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن