کلات (پژواک ١ مرغومي ٩١ ) : د زابل ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د شاه جوي ولسوالۍ پر امنیه قوماندان وسله وال برید شوی چې نوموړی تری روغ وتلی
دشاه جوي ولسوال محمدصدیق د مرغومي په لومړۍ نيټه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه برید نن ناوخته مازیګر د یادې ولسوالۍ په مرکز کې شوى دى.
د ده په خبره د ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال غلام جیلاني فراهي د بازار په منځ کې د دوو وسله والو طالبانو له خوا تر برید لاندی راغی خو نوموړی ورڅخه روغ وتلی
ولسوال زیاته کړه چې په برید کې د فراهي دوه ساتونکي پولیس ټپیان شوی او د پولیسو په ځوابی ډزو کې دواړه برید کوونکي طالبان وژل شوی چې اوس مهال یې جسدونه د یادې ولسوالۍ ودانۍ ته لیږدول شوي دي.
وسله والو طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی .
طالب وياند قاري یوسف احمدي پژواک اژانس ته وویل چې برید ځانمرګی و چې په ترڅ کې يې امنیه قوماندان له دریو ساتونکو پولیسو سره وژل شوی
خو د زابل چارواکو دطالبانو دغه ادعا ردوي
سمونوال غلام جیلانی فراهی شاوخوا یوه میاشت وړاندي د شاه جوي د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی او تر دې وړاندي یې د زابل د امنیت د امر په توګه دنده ترسره کوله او د روان په پسرلي کي هم د ماین په یوه چاودنه کې سخت ټپي شوی و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن