ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کلات کې ځانمرګي بريد ١١ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

5 Jan 2015 - 10:34
5 Jan 2015 - 10:34

کلات ( پژواک، ١٥ مرغومى ٩٣ ) : د زابل ولايت د امنيه قوماندانۍ مرستيال له يوه ځانمرګي بريده روغ ووت ، خو په دې بريد کې ١١ ملکي  وګړو  او پوليسو ته ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د  زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د مرغومي په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد نن سهار شاوخوا لس  بجې په کلات ښار کې وشو.

هغه زياته کړه،ځانمرګي بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر ته د امنيت د امر غلام جيلاني فراهي موټر سره نږدې هغه مهال چاودنه ورکړه، چې نوموړى له اټغر ولسوالۍ څخه بېرته کلات ښار ته راغلى و.

 دى وايي، چې فراهي له دې بريده روغ وتلى، خو په دې بريد کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور  ټپيان دي.

دغه راز امنيه قوماندان وويل چې په دغه بريد کې څلور پوليس هم ټپيان شوي دي.

د روغ لېوني په وينا، په وژل شويو کسانو کې يو ماشوم هم شامل  دى.

امنيه قوماندان وويل چې په دې بريد کې د فراهي موټر لږ زيانمن شوى، خو هغه او سرتېرو ته يې کوم زيان نه دى اوښتى.

د کلات روغتون سرچينې وايي چې دوى ته څلور ملکي ټپيان راوړل شوي، چې د يوه حالت ښه نه دى.

د احسان الله په نامه يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې په دې بريد کې د ملکي وګړو ترڅنګ پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل امنيه قوماندان وايي چې د امنيت امر فراهي په اټغر کې  د عملياتو له ترسره کولو وروسته بېرته راغلى و، چې د کور او امنيه قوماندانۍ ترمنځ ساحه کې تر بريد لاندې راغى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version