ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل ولایتي شورا پر ريیس موټربم بريد کې ۳ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي

29 Nov 2020 - 12:08
29 Nov 2020 - 12:08

کندهار ښار (پژواک، ۹ لېندۍ ۹۹): د زابل په مرکز کلات کې د دغه ولایت ولایتي شورا د ريیس عطا جان حق بیان پر موټر موټربم چاودنه شوې او ٢٦ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځايي چارواکي وايي چې چاودنه نن له غرمې مخکې د کندهار- کابل پر لویه لاره د کندهار اډې ته څېرمه هغه مهال وشوه چې حق بیان له خپل کوره ولایتي شورا  دفتر ته روان و.

د زابل امنیه قوماندان حکمت کوچي پژواک خبري اژانس ته پېښه تایید کړه او ويې ویل چې دغه برید د یوه ویټز موټر په وسیله شوی دی.

هغه زياته کړه، د لومړيو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او د ولایتي شورا د رییس او د هغه د درېیو ساتونکو په ګډون ۱۲ کسان ټپيان شوي دي.

خو ولایتي روغتون ته د پېښې له ځایه ۲۳ ټپيان ور وړل شوي دي.

د دغه روغتون ريیس ډاکتر نذیر حریفال پژواک اژانس ته وویل، د ټپیانو له ډلې د څلورو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د ده په خبره، د پاتې ټپیانو له ډلې ځیني یې بستر شوي او ځیني نور رخصت شوي دي.

له پېښې وروسته عطا جان حق بیان په یوې خبري غونډه کې د خپلې روغتیا ډاډ ورکړی دی.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی. خو تر دې وړاندې وسله والو طالبانو د زابل د ولایتي شورا پر رییس ورته نور بریدونه هم کړي چې روغ ترې وتلی دی.

د يادونې ده، نن د زابل په ګاونډ غزني ولايت کې هم په يوه موټربم برید کې تر٥٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version