کابل (پژواک ۲ مرغومى ۹۱): د امريکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ملي امنيت د مشر پوښتنه وکړه، نوموړی دا مهال د امريکا په يوه روغتون کې بستر دی.
د ملي امنيت پر عمومي رييس اسدالله خالد د روان کال د لېندۍ په ١٦مه د کابل ښار په تايمني سيمه کې د ملي امنيت په يوه مېلمستون کې ځانمرګى بريد وشو او ټپي شو.
د معلوماتي له مخې، دغه بريد د وسلوالو طالبانو د سولې د يوه پيغام راوړونکي له خوا ترسره شو.
خالد د ملي امنيت په روغتون کې له لومړۍ درملنې وروسته بګرام ته ولېږدول شو، نوموړى د لنډې مودې لپاره په بګرام کې و او بيا له هغه ځايه جرمني او امريکا ته يووړل شو.
د بهرنيو چارو وزارت د هغې خبرپاڼې له مخې، چې نن پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، د امريکا ولسمشر باراک اوباما د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ۳۰ مه) له غرمې وروسته د امريکا په يوه روغتون کې د ملي امنيت د عمومي رييس پوښتنه وکړه.
خبرپاڼه زياتوي، چې بارک اوباما پر اسدالله خالد ناکام ځانمرګی بريد غندلی او د هغه په ټپي کېدو يې خواشيني څرګنده کړې ده.
اوباما د هغه د درملنې په اړه تفصيلي معلومات غوښتي او د هغه د روغتيايي وضعيت په ښه کېدو يې خوښي څرګنده کړې ده.
پر نوموړي د دغه شوي بريد مسووليت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخيستی دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، دغه بريد د حافظ محمد په نوم د دوی د يوه کس له خوا ترسره شوی، چې په پايله کې يې د ملي امنيت عمومي رييس په ګډون ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اسدالله خالد، چې تر دې مخکې د غزني او کندهار د والي، د قومونو، قبايلو او سرحداتو د وزير په توګه دندې ترسره کولې، هم د وسلوالو مخالفينو له خوا پرې پنځه ځلې بريدونه شوي او په هر ځل ترې روغ وتلى و.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن