ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زلمى رسول: ايران د ١٣ اعدام شوو افغانانو مړي نه راسپاري

25 Dec 2012 - 16:24
25 Dec 2012 - 16:24

کابل (پژواک ٥ مرغومى٩١): د بهرنيو چارو وزير وايي، چې په دې وروستيو کې ايران ١٣ افغانان اعدام کړي، خو افغانستان ته د هغوى د مړو له ورکولو ډډه کوي.

څو ورځې وړاندې راپورنه خپاره شول، چې په دې وروستيو کې ١٣ افغانان په ايران کې لادرکه شوي، چې له امله يې په هرات کې يو شمېر کسانو لاريون وکړ او ويل يې، چې دغه کسان وژل شوي او مړي يې بايد ورته وسپارل شي.

د اړوندې موضوع او په ايران کې د افغان مهاجرينو د ستونزو په اړه نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول غوښتل شوى و.

رسول وويل، چې ياد شوي ١٣ افغانان د هرات د اسلام کلا بندر او نيمروز له لارې په غير قانوني ډول د ايران خاورې ته داخل شوي وو.

د ده په وينا، ياد کسان د ايران مرکز تهران ته تر رسېدو وروسته د ايران حکومت نيولي او اعدام کړي يې دي.

هغه زياته کړه: ((لومړى خو ايراني چارواکي په دې نه قانع کېدل، چې افغانان وژل شوي، خو کله

چې موږ ورته ويډيويي سند ښکاره کړ، بيا يې ومنله، چې هلته افغان وژل شوي دي.))

وزير زياته کړه، چې افغانستان ته د وژل شوو کسانو د جسدونو د انتقال په اړه يې څو ځلې له ايراني چارواکو سره اړيکه نيولې، خو هغوى ورته ويلي، چې د ايران قوانين له دغه هېواد څخه د مړو د اېستو اجازه نه ورکوي.

خو د بهرنيو چارو وزير وايي، له دې سره سره د بهرنيو چارو وزارت هڅه کوي، چې د دغو افغانانو مړي هېواد ته راولېږدوي.

زلمى رسول وايي، چې افغانستان د محکومينو د استرداد په برخه کې له ايران سره يو هوکړه ليک لاسليک کړى ،خو د افغانستان له ډېرو هڅو سره سره بيا هم ايران دې ته نه دى حاضر شوى، چې دغه تړون ته عملي بڼه ورکړي.

هغه وويل، چې په ايران کې افغان مهاجرين اوس هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي او هغه حقونه، چې نورو کارکوونکو ته ورکول کېږي، افغانانو ته په ايران کې نه ورکول کېږي.

د ده د معلوماتو له مخې، په ايران کې درې ميليونه افغانان ژوند کوي، چې يونيم ميليونو يې لا مخکې اسناد (پاسپورتونه او وېزې) درلودل او په تېرو شپږو مياشتو کې شاوخوا يو ميليون نورو ته هم اسناد جوړ شوي دي.

ده وويل، چې دغه شمېر کسانو ته د اسنادو له ورکولو وروسته اوس افغان حکومت کولاى شي چې په ښه ډول د افغانانو له حق څخه په ايران کې دفاع وکړي.

د مشرانو جرګې ګڼ شمېر غړو ويل، چې ايران تل افغانستان ته د يرغمل شوي هېواد خطاب کوي او د بهرنيو چارو وزارت بايد دا ډول څرګندونو ته کلک ځواب ورکړي.

دغه راز د دوى په وينا، افغان حکومت په هر ډول چې وي، په افغانستان کې دې د ايران او پاکستان د لاسوهنو مخه ونيسي.

د بهرنيو چارو وزير وويل، چې د ايران اوپاکستان د هر ډول مداخلې په اړه د بهرنيو چارو وزارت پر خپل وخت غبرګون ښودلى دى.

دى وايي، چې د يرغمل شوي لفظ په اړه يې د ايران د بهرنيو چارو وزير ته ويلي، چې دغه خبره نور د افغانستان په برخه کې تکرار نه کړي.

هغه زياته کړه: ((ما د ايران د بهرنيو چارو وزير ته وويل، که موږ يرغمل شوى هېواد واى نو يرغلګر هېواد به زه نه پرېښودم، چې اوس ستا څنګ ته په ايران کې ناست واى.))

د بهرنيو چارو د وزير د څرګندونو په اړه د مشرانو جرګې اداري پلاوي څه ونه ويل، خو په ياده جرګه کې د دايکنډي استازې نجيبې حسيني وويل، چې په ايران کې د وروستيو اعداميانو په اړه د بهرنيو چارو د وزير څرګندونې د منلو وړ نه دي.

هغې زياته کړه: ((له موږ سره خلکو تماس نيولى او ويلي يې دي، چې په ايران کې د يادو افغانانو قبرونه ډېر سطحې دي او کېداى شي، چې وحشي حيوانات يې له قبرونو وباسي.))

ده د بهرنيو چارو له وزير څخه غوښتنه وکړه، چې ياده موضوع دې د افغانستان په کابينه او د ملي امنيت په شورا کې مطرح کړي.

د بهرنيو چاروزير وويل، چې هرو مرو به ياده موضوع د افغانستان په کابينه او د امنيت په شورا کې يادوى، ترڅو د حل يوه معقوله لار ورته پيدا کړي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version