کابل (پژواک ٩ مرغومى ٩١): د ټاکنو د قانون طرحه نن د عدليې د وزير له خوا رسماً د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شوه.
د عدليې وزير حبيب الله غالب د ياد قانون د وړاندې کېدو ترڅنګ له ولسي جرګې وغوښتل، څو هر څومره ژر دې د ټاکنو قانون تصويب کړي.
د عدليې د وزير په وينا، د ياد قانون په مسوده کې، چې د ١٣ څپرکو او ٧٠ مادو درلودونکى دى، له پوره دقت څخه کار اخيستل شوى دى.
د ټاکنو د قانون مسوده د روان کال د لېندۍ په ٢٢مه ولسي جرګې رسېدلې وه.
په تېرو يوولسو کلونو کې ټاکنې د تقنيني فرمان له مخې ترسره کېدې، خو کوم قانون چې د ټاکنو د کمېسيون له خوا جوړ شوى و، يوه اونۍ مخکې تر دې چې ولسي جرګې ته ولېږل شي، وروسته له ځينو بدلونونو د وزيرانو شورا له خوا تصويب شو.
د هرات د خلکو استازي او د ولسي جرګې د تقنين کمېسيون رييس قاضي نذير احمد حنفي پژواک اژانس ته وويل، چې د ټاکنو د قانون پر مسوده د تقنين په کمېسيون کې تخنيکي بحثونه پيليږي.
د هغه په وينا، هڅه به وکړي چې ياده طرحه د دوو اونيو په اږدو کې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، چې د وزيرانو شورا د ټاکنو د قانونو له يادې طرحې د شکايتونو کمېسيون لرې کړى او د دغه کمېسيون صلاحيت يې سترې محکمې ته سپارلى دى.
له تېرې يوې لسيزې راهيسې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ترڅنګ يوه ځانګړي کمېسيون، د شکايتونو د اورېدو کمېسينو په نوم فعاليت کاوه، چې ځيني غړي يې بهرنيان و.
د ټاکنو د قانون طرحه په داسې حال کې نن ولسي جرګې ته معرفي شوه، چې مخکې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس فضل احمد معنوي په يوه غونډه کې د سياسي ګوندونو رييسانو او کارپوهانو ته ويلي وو، که ولسي جرګې ته د ټاکنو د قانون د طرحې په استولو کې ځنډ راشي، ښايي د ټاکنو پروسه له ستونزو سره مخ شي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن