ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا او ناټو د مسووليتونو اخيستو د څلورم پړاو د اعلان هرکلى وکړ

امريکا او ناټو د مسووليتونو اخيستو د څلورم پړاو د اعلان هرکلى وکړ

author avatar
1 Jan 2013 - 11:51
امريکا او ناټو د مسووليتونو اخيستو د څلورم پړاو د اعلان هرکلى وکړ
author avatar
1 Jan 2013 - 11:51

کابل-واشنګټن (پژواک ١٢ مرغومى ٩١): امريکا او ناټو سازمان افغان ملي ځواکونو ته د امنيت د سپارلو د پروسې د څلورم پړاو د پيلولو د اعلان هرکلى وکړ.

افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد د کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني پرون اعلان وکړ،چې دوه مياشتې وروسته به څلورم پړاو پيل شي، چې په کې به د ١٣ ولايتونو په ګډون ٥٢ اداري واحدونه شامل وي.

د نورو هېوادونو او ايساف ترڅنګ امريکا او ناټو هم د څلورم پړاو د پيلولو د اعلان هرکلى کړى دى.

د امريکا دفاع وزير ليون پنيټا پرون ناوخته په واشنګټن کې وويل، چې د څلورم پړاو اعلانول د افغان حکومت لپاره يوه بله لاسته راوړنه او پرمختګ دى.

هغه ولسمشر حامد کرزي، د هغه د ملي امنيت ټيم او ملي ځواکونو ته مبارکي ورکړې او ويلي يې دي، چې دوى وکولى شول د افغانستان د ډېرې برخې د امنيت مسووليت پر غاړه واخلي.

پنيټا ويلي: ((د څلورم پړاو اعلانول زموږ د ستراتيژۍ د برياليتوب او موخو ته د رسېدو لپاره مهم اقدام دى.))

خو هغه زياته کړې، چې نړيواله ټولنه به له افغانانو سره اوږه په اوږه خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.

دغه راز د ناټو سازمان عمومي منشي انډرس فوغ راسموسن هم د ډاکټر اشرف غني له خوا د څلورم پړاو د اعلانولو هرکلى کړى دى.

هغه زياته کړه: ((دغه اعلان زموږ هغو ګډو هدفونو ته د رسېدو لپاره يو مهم قدم دى، چې غواړو افغانان د خپل هېواد مسووليتونه پر غاړه واخلي.))

راسموسن ژمنه کړې، چې د امنيت د لېږد د پروسې پر مهال او له هغه وروسته هم له افغانستان او افغانانو سره خپلو مرستو او همکاريو ته ادامه ورکوي.

د معلومات له مخې، د څلورم پړاو په پلي کېدو، چې نن يې سيمې په ډاګه شوې، ٢٣ ولايتونه به په بشپړ ډول د يادې پروسې تر پوښښ لاندې راشي.

بدخشان، بادغيس، بغلان، فراه، فارياب، غزني، غور، هلمند، هرات، جوزجان، کندوز، سرپل او ميدان وردګ هغه ولايتونه چې په څلورم پړاو کې شامل دي.

افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد بهير د ١٣٩٠کال د چنګاښ په مياشت کې له باميانو پيل او د درېيم پړاو په بشپړېدو ټولې هغې سيمې په کې شاملې شوې، چې د هېواد ٧٥ سلنه وګړي په کې ژوند کوي.

تمه ده د لېږد بهير په پنځم پړاو کې د ٢٠١٣ کال په نيمايي کې پاى ته ورسېږي او بهرني ځواکونه د ٢٠١٤ کال تر پايه له افغانستان څخه ووځي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.