ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشريف کې ٩٠ پوليس مسموم شوي

9 Jan 2013 - 13:21
9 Jan 2013 - 13:21

مزارشريف (پژواک ٢٠ مرغومى ٩١): د بلخ دولتي چارواكي وايي، چې تېره شپه د دغه ولايت په مركز مزارشريف ښار كې د شمال زون د ملي پوليسو په اكاډمۍ كې ۹۰ پوليس مسموم شوي دي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د مرغومي په ۲۰مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د شمال زون د پوليسو په اكاډمۍ كې ځيني پوليس په ناڅاپي توګه بې حاله غوندې شول.

نوموړي زياته كړه، چې تر لږې شېبې تېرېدو وروسته نور پوليس هم له دغسې يو حالت سره مخ شول او د شپې تر ناوخته يې شمېر ۹۰ تنو ته ورسېد.

د هغه په وينا، په مسموم شوو پوليسو كې ۴ استادان او پاتې يې سرتېري وو.

د والي وياند وويل، د شپې مهال ټول مسموم شوي پوليس د بلخ ملكي روغتون ته ولېږدول شول او درملنه يې تر سهاره پورې بشپړه شوه.

نوموړي زياته كړه، چې دمګړۍ د ټولو پوليسو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د هغه په وينا، لومړنۍ څېړنې ښيي، چې په ازاده هوا كې د يو ډول موادو د خپراوي له امله ياد پوليس مسموم شوي وو.

خو فرهاد وويل، لا هم سمه نه ده معلومه، چې څه ډول مواد و او له كومه ځايه خپاره شوي دي.

نوموړي زياته كړه، چې د مسموم كېدو بنسټيز لامل لا هم نه دى معلوم؛ خو د كره معلوماتو د ترلاسه كېدو په موخه يې جدي څېړنې پيل كړې دي.

د بلخ د ملکي روغتون رييس ډاکټر غوث الدين انوري پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه دوى ته لسګونه پوليس راوړي شوي وو.

هغه زياته کړه چې تر لابراتواري معايناتو وروسته داسې هېڅ ثابت نه شول، چې ګوندې دوى دې مسموم شوي وي.

ډاکټر انوري وويل چې دوى وېريدلي غوندي وو او تر لومړنۍ درملنې وروسته بېرته ټول رخصت شوي دي.

د يادې پېښې په اړه مو د شمال زون د پوليسو د اكاډمۍ له مسوولينو څخه د نظر غوښتنه وكړه؛ خو له څه ويلو يې ډډه وكړه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version