ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنيټا او الن له کرزي سره پر کېدونکو خبرو وغږېدل

9 Jan 2013 - 13:49
9 Jan 2013 - 13:49

واشنګټن (پژواک ٢٠ مرغومى ٩١): د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره تر ليدنې مخکې د امريکا د دفاع وزير او په افغانستان کې د ناټو لوى قوماندان جنرال جان الن سره خبرې وکړې.

د امريکا د دفاع وزارت وياند جيورج ليټل تېره شپه په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې د دفاع وزير ليون پنيټا او جنرال الن د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

هغه زياته کړه، چې د دې اړيکې پر مهال دواړو لوړو پوړو پوځي چارواکو له افغان ولسمشر کرزي سره د کېدونکې ليدنې په اړه چې ټاکل شوې سبا د پنجشنبې په ورځ ترسره شي، سره مشورې او خبرې اترې وکړې.

د ليټل په وينا، د پنيټا او ولسمشر کرزي ترمنځ په ليدنه کې به د افغانستان د سولې د پروسې او تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د ممکنه پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو په اړه خبرې وشي.

خو د سپينې ماڼۍ چارواکي دا خبره هم له امکانه لرې نه بولي، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته دې هېڅ امريکايي سرتېرى په افغانستان کې پاتې نه شي.

د امريکا د ملي امنيت د سلاکار مرستيال تېره ورځ په ډاګه کړه، چې له افغانستان څخه د ټولو امريکايي سرتېرو وتل هم د دوى په وړانديزونو کې دى او ښايي هېڅ سرتېرى په دغه هېواد کې پاتې نه شي.

د امريکا د دفاع وزارت وياند ويلي، چې پينټاګان ته په راتګ به افغان ولسمشر ته پوځي سلامي وشي او په بشپړ درناوي به يې هرکلى وکړي.

 د هغه په وينا، وروسته به د افغانستان د ولسمشر او امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا ترمنځ رسمي خبرې وشي، چې د امريکا لوى درستيز جنرال ډيمپسي به هم په کې ګډون ولري.

د امريکا د دفاع وزارت ويلي، چې ولسمشر کرزى به د سپټمبر د١١مې په بريدونو کې د وژل شوو کسانو په ياد جوړ شوي څلي ته هم ورشي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version