ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څلورو وزيرانو نه حاضريدو د استيضاح غونډه وځنډوله

د څلورو وزيرانو نه حاضريدو د استيضاح غونډه وځنډوله

author avatar
14 Jan 2013 - 12:17
د څلورو وزيرانو نه حاضريدو د استيضاح غونډه وځنډوله
author avatar
14 Jan 2013 - 12:17

کابل (پژواک ٢٥ مرغومى ٩١): ولسي جرګې ته له ١١ استيضاح شوو وزيرانو ٧ يې حاضر شول، خو جرګې ونه منل او پرېکړه يې وکړه، چې ١١ واړه وزيران بايد استيضاحيه غونډې ته حاضر شي.

د مرغومي په لومړيو کې ولسي جرګې د ملي دفاع، کورنيو چارو، سوداګرۍ، اقتصاد، اوبو او برېښنا، پوهنې، ښاري پراختيا، کانونو، لوړو زده کړو، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د وزيرانو د استيضاح پرېکړه وکړه.

جرګې د استيضاح دليل په ١٣٩٠ کال کې د دغو وزارتونو د پراختيايي بوديجو له نيمايي لږ لګول ښودلي و.

 نن له ١١ استيضاح شوو وزيرانو څخه ٧ يې استيضاحيه غونډې ته حاضر شول، خو د ملي دفاع، کورنيو چارو، ښاري پراختيا او لوړو زده کړو وزيران دې غونډې ته حاضر نه شول.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې حکومت د اساسي قانون د ٧٧مې مادې پر استناد ياد څلور وزيران، چې تېر کال يې په اوسنيو وزارتونو کې د وزير په توګه دنده نه لرله، نننۍ غونډې ته نه دي ور لېږلي.

د اساسي قانون په ٧٧مه ماده کې راغلي: “وزيران خپل وظايف د اداري واحدونو د امرينو په توګه په هغو حدودو کې چې دغه اساسي قانون او نور قوانين يې ټاکي، سرته رسوي. وزيران له خپلو ټاکلو وظايفو څخه د جمهور رييس او ولسي جرګې پر وړاندې مسووليت لري.”

خو د حکومت دغه پرېکړه د ولسي جرګې د يو شمېر غړو تر سختو نيوکو لاندې راغله او ويل يې چې ولسي جرګه د اساسي قانون د ٩٢مې مادې له مخې کولاى شي له هر وزير څخه استيضاح وکړي.

د اساسي قانون د ٩٢مې مادې له مخې، ولسي جرګه د ټولو غړو د شل سلنې پر وړانديز کولاى شي، له هر يوه وزير څخه استيضاح وکړي كه وړاندې شوې توضيح د قناعت وړ نه وي، ولسي جرګه د نه باور د رايې موضوع څېړي.

په ياده ماده کې راغلي، چې پر وزير باندې د نه باور رايه بايد صريحه، مستقيمه او پر پخو دلايلو ولاړه وي او دغه رايه د ولسي جرګې د ټولو غړو د رايو په اکثريت صادرېږي.

خو د جرګې ځينو غړو هم ويل، هغه وزيران چې تېر کال يې په اوسنيو وزارتونو کې د وزير په توګه دنده نه لرله بايد استيضاح نه شي.

 په دې اړه د جرګې د غړو ترمنځ له سختو ناندريو او اوږدو بحثونو وروسته د جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د جرګې د غړو رايه وغوښته.

د جرګې حاضرو اکثريت غړو رايه ورکړه، چې ١١ واړه وزيران بايد يو ځاى استيضاح ته حاضر شي.

وروسته ابراهيمي وويل، چې د ٧٧ مې او ٩٢ مې مادې تفسير به د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار له کميسيون څخه وغوښتل شي.

په همدې سره غونډه پاى ته ورسېده او ورغلي ٧ وزيران هم بېرته ستانه شول.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.