ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې د غړو لالي او مجيدي ترمنځ شخړه شوې

15 Jan 2013 - 18:32
15 Jan 2013 - 18:32

کابل (پژواک ٢٦مرغومى٩١): د ولسي جرګې د کمېسيونونو د رييسانو په کمېټه کې د وزيرانو د استيضاح پر سر د وکيلانو ترمنځ شخړه او اخ و ډب رامنځته شوى دى.

له تېرو څو ورځو راهيسې، په ولسي جرګه کې د وزيرانو د استيضاح پر سر وکيلان سره وېشل شوي او دغه موضوع په يوه کړکېچ بدله شوې ده.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي فرهاد مجيدي د مرغومي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د رييسانو په کمېټه کې، د کندهار د خلکو له استازي امر نعيم لالي سره  لاس او ګرېوان شوى دى.

د نوموړي په وينا، لالي سره يې شخړه رامنځته شوې وه، خو نور وکيلان رامخ ته شول او خبره يې خلاصه کړه.

دى وايي، په دې شخړه کې دى سرسري ټپي شوى دى.

هغه زياته کړه، لالي د وکيلانو په استيضاح ټينګار کاوه او غوښتل يې چې سبا د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې د غونډي په اجنډا کې دې د وزيرانو د استيضاح موضوع ونيول شي.

د ده په خبره: ((اوسمهال د استيضاح موضوع مهمه نه ده، په کار ده چې د بودجې په اړه بحث وشي.))

بل پلو ته په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي امر نعيم لالي، پژواک سره په خبرو کې فرهاد مجيدي د برېښنا او انرژي وزير اسماعيل خان په پلوى تورن کړ او زياته يې کړه: ((فرهاد غوښتل چې غونډه ګډوډه کړي، ترڅو د وزيرانو د استيضاح موضوع شاته پاتې شي.))

لالى وايي، په ياده غونډه کې ١١ تنه رييسان له دې سره موافق وو، چې سبا ته دې د ولسي جرګې په غونډه کې د وزيرانو د استيضاح پر سر بحث وشي،  ٩ مخالف او دوو تنو سپينې رايې وکارولې.  

هغه زياته کړه: ((زه هغه وخت په غوسه شوم، کله چې فرهاد مجيدي ناوړه الفاظ وکارول.))

نوموړي په ډاګه نه کړه، چې فرهاد مجيدي څه ډول کلمات او الفاظ کارولي دي، خو دا يې ومنله چې له فرهاد مجيدي سره لاس او ګرېوان شوى و.

لالي، په خپلو خبرو کې د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي هم د وزيرانو د نه استيضاح په پلوى تورن کړ او زياته يې  کړه: ((ابراهيمي صيب هم نه غواړي چې وزيران استيضاح شي.))

د  ولسي جرګې د مطبوعاتي دفتر يوه کارکوونکى د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل، چې له معمول سره سم هره سه شنبه د ولسي جرګې د ١٨ کمېسيونونو د رييسانو غونډه وي او نن په دې غونډه کې د دوو وکيلانو ترمنځ شخړه رامنځته شوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغې غونډه کې د ولسي جرګې رييس او اداري پلاوي د غړو په ګډون د پارلماني ګروپونو استازي هم ګډون لري.

د يادولو ده، د مرغومي په لومړيو کې ولسي جرګې د ملي دفاع، کورنيو چارو، سوداګرۍ، اقتصاد، اوبو او برېښنا، پوهنې، ښاري پراختيا، کانونو، لوړو زده کړو، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د وزيرانو د استيضاح پرېکړه وکړه.

جرګې د استيضاح دليل په ١٣٩٠ کال کې د دغو وزارتونو د پراختيايي بودجو له نيمايي لږ لګول ښودلي و.

خو د مرغومي په ٢٥مه، له ١١ استيضاح شويو وزيرانو څخه ٧ يې استيضاحيه غونډې ته حاضر شول، خو د ملي دفاع، کورنيو چارو، ښاري پراختيا او لوړو زده کړو وزيران دې غونډې ته حاضر نه شول.

د جرګې حاضرو اکثريت غړو رايه ورکړه، چې ١١ واړه وزيران بايد يوځاى استيضاح ته حاضر شي.

په همدې پرېکړې غونډه پاى ته ورسېده او ورغلي ٧ وزيران هم بېرته ستانه شول.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version