ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال محمدي د پاکستان له دوو نظامي روزنیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه

29 Jan 2013 - 20:39
29 Jan 2013 - 20:39

اسلام اباد ( پژواک ۱۰ سلواغه ۹۱ ) د افغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال  بسم الله خان د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د پوځ له دوو روزنیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د  تشریفاتو مدیر عابد د سلواغې په ۱۰مه،  د ملي دفاع وزیر او دهغه پلاوي بلوچستان ته ولاړل او له دوو پوځي مرکزونو څخه یې ولیدل.

د پاکستان ددولتي اژانس ( ای پي پي) د معلوماتو له مخې افغان پلاوي په کویټه کې کمانډ سټاف کالج   او ددرنو وسلو دروزنې له ښوونځي څخه لیدنه وکړه.

سرچینې زیاته کړې ده، چې افغان پلاوي په دواړو مرکزونو کې د سرتیرو او افسرانو دروزنې  بهیر له نږدې څخه ولیدل  .

دیادونې وړ ده چې د افغانستان ددفاع وزیر په مشرۍ پلاوی وړمه ورځ پاکستان ته په پنځه ورځني سفر راغلی او تر اوسه یې د پوځ له مشر اشفاق کیاني او ولسمشر اصف علي زرداري سره لیدلي دي.

ټاکل شوې ده، چې افغان پلاوی یو شمیر نورو چارواکو سره دلیدنې ترڅنګ له نورو روزنیزو مرکزونو څخه هم لیدنې وکړې.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني دافغانستان ددفاع وزیر ته وړاندیز کړی چې دوی تیار دي چې افغان ځواکونو ته روزنه ورکړي، خو افغان پلاوي په دې اړه د مثبت او یا منفي ځواب نه دی ورکړی.

 

د پوځي چارو یو تن کارپوهه متقاعد برید من  سيد نذير مومند وایي چې په پاکستان کې د افغان ځواکونو د روزنې پيلیدو سره ددواړو هیوادونو د پوځونو پر یوه بل د باور زیاتیدو لامل ګرځيۍ.

 

هغه پژواک اژانس ته وویل چې ددواړو هیوادونو ځواکونه دترهګرۍ او سخت دریځۍ یو ډول ستونزې او ګواښ سره مخ دي نو ځکه دوی کولی شي چې په ګډه سره په ښه توګه ورسره مقابله وکړي.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version