ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر ٨٠ سلنه امنيت ښه شوى

2 Feb 2013 - 13:45
2 Feb 2013 - 13:45

پل علم (پژواک ١٤ سلواغه ٩١): د لوګر والي له مرکزه راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې په دغه ولايت کې ٨٠ سلنه امنيت ښه شوى دى.

تېره اونۍ د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د هېواد د ملي امنيت شورا په غونډه کې د لوګر او ميدان وردګو ولايتونو پر امنيتي وضعې خبرې شوې وې او سپارښتنه شوې وه، چې دولتي پلاوى دې له دغو ولايتونو ليدنې وکړي.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په همدې موخه نن د سيمه ييزو ارګانونو د پاليسۍ او پلان رييس اميد سبا په مشرۍ يو لوړ پوړى پلاوى دوه ورځې مخکې دغه ولايت ته راغلى و.

هغه زياته کړه، چې ياد پلاوي په تېرو دوو ورځو کې له ځايي چارواکو، قومي مشرانو او د خلکو له استازو سره بېلابېلې غونډې درلودې او د دغه ولايت د حکومتدارۍ او امنيتي پلان په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

دروېش وويل، چې پلاوي نن د ولايت په مقام کې په هغې غونډه کې ګډون وکړ، چې په کې والي محمد اقبال عزيزي، ځايي رييسانو، امنيتي چارواکو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

اقبال عزيزي راغلي پلاوي او د غونډې ګډونوالو ته وويل، چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د دغه ولايت امنيت ٨٠ سلنه ښه شوى دى.

هغه د امنيت د ښه والي لاملونه په اداره کې سمون، ښه حکومتوالي، له دولت سره د ولسونو ښه همکاري، د سيمه ييزو پوليسو ګومارل او جوړښت او د امنيتي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي او ځواکمنېدل ياد کړل.

د لوګر والي وويل، چې په دغه ولايت کې ٨٠ سلنه امنيت راغلى، سيمه ييز او پرمختيايي شوراګانې پياوړې شوې او په دې برخه کې لازم کارونه شوي دي.

د نوموړي په وينا، د راتلونکي کال لپاره يې امنيتي او پرمختيايي پلان جوړ کړى چې په پلي کولو سرخ به يې په دغه ولايت کې امنيت نور هم ښه او ځوانانو ته به د بوختيا زمينه برابره شي.

د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل احمدزي هم په دغه ولايت کې د امنيت ښه والى تاييد کړ او ويې ويل، چې د خلکو او دولت ترمنځ اړيکې ښې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د خلکو لومړۍ غوښتنه امنيت دى او سيمييزې ادارې وکولى شول چې د خلکو دا غوښتنه پوره کړي.

له مرکزه د راغلي پلاوي مشر د سيمه ييزو ارګانونو د پاليسۍ او پلان رييس اميد سبا د لوګر له ښه امنيت څخه خوښي څرګنده کړه.

هغه ځايي ادارې او خلکو ته ډاډ ورکړ، چې مرکزي دولت به له دغه ولايت سره په هره برخه کې مرسته او همکاري کوي.

ده زياته کړه، چې لوګر د کابل دروازه ده او د دغه ولايت امنيت او پرمختګ د کابل لپاره هم ډېره مهم دي، ځکه کابل دغه ولايت ته ډېر اهميت ورکوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version