ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څار سازمان په زندانونو کې د ربړونې پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه

3 Feb 2013 - 11:41
3 Feb 2013 - 11:41

کابل (پژواک ١٥ سلواغه ٩١): د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل، چې په زندانونو کې د  بنديانو د ربړونې د لړۍ د له منځه وړلو لپاره مهم او جدي اقدامات وکړي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي، چې د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان (HRW) له خوا د سلواغې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

د څار سازمان دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې دوه اونۍ مخکې ملګرو ملتونو په يوه څيړنيز راپور کې په افغاني زندانونو کې د بنديانو پر ربړونې ژوره اندېښنه ښودلې وه.

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې زياته شوې وه، چې دوى له ٦٥٣ بنديانو څخه پوښتنې کړي او هغوى له شکنجې او ربړونې څخه شکايت کړى دى.

د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو دغه راپور رد او دا يې له مبالغې ډک راپور ياد کړى و.

ولسمشرکرزي يوه پلاوي ته دنده سپارلې، چې د ملګرو ملتونو په راپور کې شوې ادعاوې وڅېړي.

د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان (HRW) د اسيا د څانګې مسوول براډ اېډمز ويلي، چې د بنديانو د ربړونې په اړه د ملګرو ملتونو راپور د خطر زنګ دى او افغان حکومت بايد په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

هغه زياته کړې: ((ولسمشر کرزى بايد خپلې هغه ژمنې پوره کړي، چې ويلي يې و، د بنديانو د ربړونې عاملين به مجازات کړي.))

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version