ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلټونکي پلاوي په زندانونو کې د ربړونو پخلى وکړ

11 Feb 2013 - 16:53
11 Feb 2013 - 16:53

کابل (پژواک ۲۳ سلواغه ۹۱): د ولسمشرۍ له خوا پلټونکي پلاوي په زندانونو کې د ربړونې پخلی وکړ، خو زياته يې کړه، چې يوناما د ربړونې د قربانيانو او د عاملينو د نومونو په ور سپارلو کې همکاري نه ده کړې.

د ملګرو ملتونو د مرستندويه سياسي دفتر (يوناما) په راپور کې، چې په دې وروستيو کې خپور شو، د افغانستان په زندانونو کې يې د ١٤ ډوله ربړونې، لکه د ناسم چلند، وهلو ټکولو، برېښنايي شارټونو، په مرګ ګواښل او جنسي تېري، په اړه يادونه کړې ده.

په راپورکې راغلي، چې په دې موده کې د ملګرو ملتونو څېړونکو د افغانستان په زندانونو او توقيفځايونو کې له ۶۳۵ زندانيانو سره خبرې کړي او هغوی ورته ويلي، چې له دوی سره ناسم چلند کېږي او يا هم وهل ټکول کېږي.

پلټونکي پلاوي، چې په دې اړه يې خپل راپور تېر ماښام ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کړ، د بد سلوک، ځورونو او کله يې ربړونه هم ياده کړې، خو وايي، چې ډېری دا ډول پېښې د کورنيو او بهرنيو ځواکونو له خوا د نيولو پر مهال ليدل شوې دي.

د هغې خبرپاڼې له مخې، چې د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې ويل شوي، دغه پلاوی چې په زندانونو کې د ربړونې په اړه د يوناما له خپاره شوي راپور نه وروسته د دې موضوع د څېړنې لپاره د ولسمشر د حکم له مخې د سلواغې په درېيمه نېټه وټاکل شو، خپلې څېړنې يې په څارځايونو، توقيف ځايونو او د کابل، کندهار او هرات په محبسونو کې ترسره کړې دي.

د دغه پلاوي د راپور له مخې، چې د اساسي قانوني پر پلي کېدو د څار کمېسيون د رييس عبدالقادر عدالتخواه په مشرۍ چمتو شوی، څرګندوي، چې د شوو مرکو له مخې نږدې نيمايي يې د نيولو پر مهال له ځورونې، بد چلند او حتا د شکنجې له اړخه شکايت لري.

د نيولو کېدو او وروستيو پړاوونو پر مهال د مدافع وکيلانو نه شتون يوه بله هغه ستونزه ده، چې د حقيقت موندنې کمېسيون په خپل راپور کې ورته اشاره کړې.

خو دغه پلاوي ولسمشر ته په خپل وړاندې کړي راپور کې يوناما د شکنجې د قربانيانو او عاملينو د نومونو د ورسپارلو په برخه کې په نه همکارۍ تورنه کړې ده.

پلاوي همدارنګه د يادو سرغړونو د مخنيوي لپاره هم ولسمشر ته په خپل وړاندې کړي راپور کې ۱۱ وړانديزونه هم کړي، چې په عدلي او قضايي مجلس کې به، چې ټاکل شوې د سلواغې په ۲۴ د ولسمشر کرزي په مشرۍ جوړ شي، تر زيات غور لاندې ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ايساف د يوناما د راپور د خپرېدو په تعقيب سره له هغو زندانونو د زندانيانو د لېږد بهير، چې په راپور کې يې نوم راغلی و، وځنډاوه او وروسته يې اعلان وکړ، په هغه صورت کې، چې د افغانستان په زندانونو کې د شکنجې نه ورکول تصديق شي، نو له هغو زندانونو به د زندانيانو لېږد له سره پيل شي، چې په اړه يې د بد چلند او شکنجې راپور ورکړل شوی و.

ايساف په ډاګه کړه، هغه زندانونه چې د يوناما په لېست کې شامل نه دي، د زندانيانو لېږد ترې هماغسې ادامه لري او نه دی ځنډېدلی.

له دې نه وړاندې د بشري حقونو د څار نړيوال کمېسيون (HRW) د زندانيانو د شکنجې په اړه د يوناما راپور د خطر زنګ ګڼلی و او د افغانستان له حکومته يې غوښتي و، چې په زندانونو کې دې د زندانيانو د شکنجې د له منځه وړلو لپاره مهمې او جدي هڅې وکړي.

اروپايي تولنې او د برېتانيا سفارت هم په افغانستان کې د زندانيانو د شکنجې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له افغان چارواکو يې د جدي تعقيب او اصلاحاتو د راوړلو غوښتنه کړې وه.

همدارنګه د ولسمشر حامد کرزي او امريکايي چارواکو ترمنځ واشنګټن ته د کرزي په وروستي سفر کې پرېکړه وشوه، چې ټول افغان زندانيان به افغان حکومت ته سپارل کېږي.

د ويلو ده، چې امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز د روان کال د مرغومې په ۲۸مه په کابل کې د امريکايي چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې د امريکا له خوا افغان چارواکو ته د زندانيانو د سپارلو لړۍ زندانيانو ته د شکنجې له امله درېدلې ده او امريکا به په دغه اقدام سره د دواړو هېوادونو اړيکې يو ځل بيا خرابې شي.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version