ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نادري: د لويې څارنوالۍ له خوا زما د نيولو حکم غير قانوني دى

کابل (پژواک ١٩ سلواغه ٩١): افغان ليکوال پرتو نادري د ترانسپورټ د وزير په اړه د خپلې تحليلې ليکنې ننګه کوي او د ځان په اړه د لويې څارنوالۍ د نيولو حکم غير قانوني بولي.

لويې څارنوالۍ د نادري د يوې ليکنې له امله، چې ويل کېږي د ترانسپورټ پر وزير داوود علي نجفي يې تور لګولى، څلور ورځې وړاندې، د هغه د نيولو حکم کړى دى.

خو نادري نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې ليکنه يې په رسنيو کې د نجفي د خبرو په اړه د خپرو شوو اسنادو پر بنسټ کړې ده.

د افغانستان د ژورنالستانو ټولنه له لويې څارنوالۍ غواړي چې د نادري د نيول کېدو حکم بېرته واخلي.

ددې ټولنې وياند سيد محمد علي رضواني نن په کابل کې له نادري سره په ګډه خبري ناسته کې د هغه د حيثيت د اعادې غوښتنه وکړه او ويې چې نجفي خپل شکايت د رسنيو د کميسيون له لارې تعقيب کړي.

نادري وويل، د ولسمشر د شکايتونو او عرايضو د اورېدو کمېسيون د يوه مکتوب متن ته پام يې تحليلي ليکنه کړې ده، چې په دې مکتوب کې پر نجفي ځينې تورونه پورې شوى دى.

د نادري په خبره، په دغه مکتوب کې چې تېر کال له ارتشاء او اداري فساد سره د مبارزې عالي کمېټې ته لېږل شوى، د ترانسپورټ وزارت دوو کارکوونکو ادعا کړې، چې نجفي ورته ويلي چې حامد کرزى په تېرو ټاکنو کې ده ولسمشر وټاکه.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وياند ننګيالى قلات وال وايي، چې نجفې دغه تورونه رد کړي او څو ورځې مخکې يې په اړه څارنوالۍ ته شکايت کړى دى.

 پرتو نادري وايي، د نجفي شکايت ته په کتو، لويې څارنوالۍ ته په کار ده ، چې د موضوع د سپيناوي لپاره، لومړى هغه کسان ور وبولي چې پر وزير يې تور پورې کړى دى.

د نادري په خبره، که چېرې دغه کسان د خپل تور په اړه څارنوالۍ ته اسناد وړاندې کړي، نو څارنوالي دې وزير د تورن په توګه ورغواړي او که اسناد ونه لري، نو د قانون له مخې به تور پورې کوونکي مسوول وي.

دى وايي، يواځې هغه څرګندونې يې تحليل کړې دي، چې قدرت ته د کرزي د رسېدو په اړه شوې دي.

نادري وايي، وړاندې تر دې چې دغه تحليل وليکي او د نجفي د دې خبرې غندنه وکړي، چې “کرزى ده ولسمشر کړ”، څو ورځپاڼو او ټلويزيونو هم دا خبرې خپرې کړې دي.

دى وايي، که چېرې دغه تورونه ناسم وي نو لومړى دې بايد دغه رسنۍ ځواب ورکړي.

هغه د ځان په اړه د څارنوالۍ حکم غير قانوني وباله او ويې ويل، چې ورتګ ته يې حاضر نه دى.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وياند پژواک ته وويل، چې داوود علی نجفي غوښتي، چې پر ده د لګېدلو تورونو په اړه دې اسناد وړاندې شي.

د قلاتوال په خبره، نجفي پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې په اړه يې ځواب ويلو ته حاضر دى.

د هغه په وينا، د ولسمشر د شکايتونو او عرايضو د اورېدو کمېسيون مشر اسدالله وفا ويلي، په هغه مکتوب کې قلمي اشتباه شوې چې پر نجفي په کې تور پورې شوى دى.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه له اسدالله وفا سره خبرې وکړو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

 په ياد مکتوب کې چې يوه کاپي يې پژواک ترلاسه کړې، اسدالله وفا د ١٣٩٠ کال د چنګاښ په اتلسمه د اسدالله مومند او عبدالله اڅکزي په نومونو د دوو کسانو د ادعا له مخې يو مکتوب، له ارتشاء او اداري فساد سره د مبارزې عالي کمېټې ته ليکلى دى.

د دغه مکتوب له مخې، يادو دوو کسانو ادعا کړې چې نجفي د دوى پر وړاندې ويلي: ” کرزى ما ولسمشر کړ، ما له خپلې ډلې سره د کرزي په ګټه په ټاکنو کې ٦٠ سلنه درغلي وکړه، که نه نو عبدالله ولسمشر کېده. نو هر څه چې زه په ترانسپورټ وزارت کې کوم کرزى صاحب له ما دفاع کوي.”

په ياد مکتوب کې د يادو کسانو له خولې پر نجفي د پيسو په بدل کې د ځينو څوکيو د پلورلو او د پيمان په نوم د هرات د ترانسپورټ د رييس د وژلو تور هم لګول شوى دى.

خو قلاتوال وايي، چې ياد کسان (اسدالله مومند او عبدالله اڅکزى) د ترانسپورټ وزارت کارکوونکي دي، خو له دا ډول څرګندونو انکار کوي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version