ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رسنيز مشارکت: څارنوالي دې هغه کسان ور وغواړي چې پر نجفي يې تور لګولى

کابل (پژواک٢٠سلواغه٩١): د مدني ټولنې غړي او د افغانستان د ژورنالېستانو  ټولنې د لويې څارنوالۍ لخوا د افغان ليکوال پرتو نادري د نيولو حکم ناقانونه بولي او وايي، څارنوالي بايد هغه کسان ور وبولي، چې د ترانسپورټ پر وزير يې تور لګولى دى.

لويې څارنوالۍ وروسته له هغه د نادري د نيولو حکم وکړ ،چې د ترانسپورټ وزير پر ځان د ځينو تورونو له امله لويې څارنوالۍ ته شکايت وکړ.

پرتو نادري په رسنيو کې د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ ، چې  ګواکې “نجفي ويلي په تېرو ټاکنو کې حامد کرزى ده ولسمشر وټاکه”، تحليلي ليکنه کړې وه او پکې د نجفي ددغو ډول څرګندونو غندنه شوې وه.

نجفي د تېرو ولسمشريزو ټاکنوپرمهال د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارلانشاء مشر وو.

د همدې موضوع په اړه د افغانستان د ازادو رسنيو مشارکت د سبا ټلويزيون له لارې د نجفي د شکايت او د څارنوالۍ لخوا د نادري د نيولو پر حکم د بحث لپاره د مدني ټولنې غړى اجمل بلوچ زاده، د افغانستان د ژورنالېستانو د ټولنې مشر فهيم دشتي او د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند ننګيالى قلاتوال وربللي وو.

رسنيز مشارکت له پژواک خبري اژانس، سبا  نشراتي ګروپ، کليد ګروپ او (٨صبح) ورځپاڼه د ١٣٩٠ په کب مياشت کې د مدني ټولنې د ونډې د پياوړتيا، خلکو ته د معلوماتو ورکولو او درسنيو د پرځان بسيا کېدنې په موخه جوړ ده.

په دې بحث کې دشتي وويل، چې څارنوالي بايد د نادري پرځاى هغه کسان وربللي واى، چې پر نجفي يې تورونه لګولي او دا تورونه په رسنيو کې خپاره شوي دي.

ده څارنوالي د نادري په اړه په بې اعتنايۍ تورنه کړه او ويې ويل: (( وزير چا تورن کړى، هغوى دې محکمې ته وغواړي؟ سند د چا له دفتره وتى دى ،هغه دې محاکمې ته وغواړي.))

د افغانستان د ژورنالېستانو د ټولنې مشر  وايي، چې نادري د يوه ليکوال په توګه حق لري، چې د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ که هغه سم وي او کنه، خپل تحليل وليکي.

د هغه په خبره، که تورونه بېځايه وي، نو د قانون له مخې تور لګوونکي مسوول دي او که تورونه پرځاى وي، نو په هغه صورت کې بايد نجفي سره قانوني چلند وشي.

دشتي وويل،  چې په دواړو حالتونو کې نادري کولى شي ددې جملي په ويلو ځان ته برائت ورکړي، چې  نه پوهېده خپاره شوي معلومات سم دي که ناسم.

نادري هم تېره ورځ د خپلې ليکنې ننګه وکړه ،چې ګواکې ليکنه يې د رسنيو د معلوماتو پر بنسټ کړې ده.

ددې بحث بل ګډونوال او د مدني ټولنې غړي اجمل بلوچ زاده هم د نادري ملاتړ وکړ او ويې ويل، چې د اطلاعاتو او کولتور وزير د رسنيو د قانون پرخلاف د څارنوالۍ د غوښتنې په ځواب کې ليکوال په رسنيزې سرغړاوي تورن کړى او له څارنوالۍ يې غوښتي ، چې نادري وروغواړي.

دى وايي ،چې د نجفي غوښتنې ته بايد د رسنيو د کمېسيون له لارې رسېدنه شوې واى.

د اطلاعاتو او کولتور وزارت سلاکار جلال نوراني هم دې بحث ته په خپلو ټېلېفوني خبرو کې له نادري ملاتړ وکړ او ويې ويل، چې د نجفي شکايت بايد له “نورو مراجعو” واى.

هغه زياته کړه، چې په رسنيو کې د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ ليکوال حق لري خپل نظر څرګند کړي، ” هغه هم په دې الفاظو چې که داسې وي!.”

نادري تېره ورځ د ولسمشر د شکايتونو او عرايضو د اورېدو کمېسيون هغه مکتوب  هم رسنيوته  ورکړ، چې تېر کال د ارتشاء او اداري فساد سره د مبارزې عالي کمېټې ته ليکل شوى وو.

په دې مکتوب کې د ياد شوي کمېسيون مشر اسدالله وفا د ١٣٩٠ کال د چنګاښ په اتلسمه د اسدالله مومند او عبدالله اڅکزي په نومونو د دوو کسانو د ادعا له مخې ليکلي: ” کرزى ما ولسمشر کړ، ما له خپلې ډلې سره د کرزي په ګټه په ټاکنو کې ٦٠ سلنه درغلي وکړه، که نه نو عبدالله ولسمشر کېده. نو هر څه چې زه په ترانسپورټ وزارت کې کوم کرزى صاحب له ما دفاع کوي.”

په ياد مکتوب کې د يادو کسانو له خولې پر نجفي د پيسو په بدل کې د ځينو څوکيو د پلورلو او د پيمان په نوم د هرات د ترانسپورټ د رييس د وژلو تور هم لګول شوى دى.

خو د ترانسپورټ وزارت وياند ننګيالي قلاتوال  وويل ،چې نجفي پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او په اړه يې ځواب ويلو ته حاضر دى.

هغه وايي نجفي غوښتي، چې پر ده د لګېدلو تورونو په اړه دې اسناد وړاندې شي.

 خو قلاتوال تېره ورځ پژواک ته وويل، چې (اسدالله مومند او عبدالله اڅکزى) د ترانسپورټ وزارت کارکوونکي دي، خو له دا ډول څرګندونو انکار کوي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version